د افغان میرمنو شبکه وايي، د ۲۸ولایتونو غوښتنې يي له دواړو کاندیدانو سره شریکې کړي

که څه هم په تېرې یوې لسیزې کې د ښځو د ژوند د ښه کیدو په هدف بېلابېلو سازمانونو کار کړی خو د کابل ښار یو شمېر ښځې د دې سازمانونو له فعالیتونو نه بې خبرې ښيي.

د افغان ښځو شبکه وايي، چې په ۲۸ ولایتونو کې یې د ښځو غوښتنې راټولې کړي او هغه یې د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو سره شریکې کړي.

د دې شبکې مشرې حسینې صافۍ د پنجشنبې په ورځ یو مطبوعاتي کنفرانس ته وویل، چې د افغان ښځو شپږ ماده ییز غوښتنلیک باندې دواړو کاندیدانو لاسلیک کړی او د کامیابۍ په صورت کې به هغه غوښتتې په پام کې نیسي.

سره له دې چې بېلابېل سازمانونه او ټولنې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې کار کوي خو ځینې ښځې انتقاد لري چې دا سازمانونه ترډیره خپلو ګټوپسې ګرځي.

د کابل ښار دوو تنو اوسیدونکو فاطمې او ناهید ازادۍ راډیو ته وویل، د هغو شبکو فعالیتونو د دوی پر ژوند کومه مثبته اغیزه نه ده کړې چې د ښځو د ژوند د ښه کولو په برخه کې کار کوي:

″زیاتې شبکې دې چې د ښځو لپاره کار کوي خو له بده مرغه زه وایم، چې تر اوسه دوو شبکو د ښځو په ګټه کار نه دی کړی او خپلې شخصي ګټي لري.

یو شمېر زیاتې شبکې جوړې شوي، خو موږ د دې ټولنو په اړه نه پوهیږو او نه ورته لاس رسۍ لرو، د فعالیتونو په اړه یې نه پوهیږو.″


یو شمېر افغان میرمنې له دوه زره څوارلسم کال وروسته د خپل برخه لیک په اړه اندیښمنې دي او وایي، چې ممکن ستونزې یې نورې هم زیاتې شي.

خو د افغان ښځو شبکه وایي، چې د جمهوري ریاست دواړو کاندیدانو ته یې په شپږو مختلفو برخو کې د ښځو مهمې غوښتنې ور رسولي دي.

په دې غوښتنلیک کې راغلي، چې د نوي حکومت د سترې محکمې په عالې شورا کې باید ښځې ونډه واخلي، په نړیوالو کنفرانسونو کې دې افغان میرمنوته د ګډون حق ورکړل شي، د ښځینه پولیسو ظرفیتونه دې لوړ شي اود سولې په پروسه کې دې ښځې شاملې شي.

دغه راز په دې غوښتنلیک کې ویل شوي چې ۲۵ فیصده سیاسی پوستونه ښځو ته وسپارل شي، او د افغانستان په ملي پراختیايي پروګرام کې دې ښځو ته ۳۰ فیصده برخه ورکړل شي.

د افغان ښځو شبکې مشرې حسینې صافۍ د پنجشنبې په ورځ یوکنفرانس ته وویل ، چې راتلونکي حکومت باید هرو مرو د دوي غوښتنې عملي کړي:

″زموږ د نننۍ غونډې هدف دا و،د جمهوري ریاست دواړو مخکښو کاندیدانو زموږ غوښتنلیک لاسلیک کړاو هر یو چې په انتخاباتو کې ګټونکی شي خپله تعهد پاڼه ور ښکار کو څو د ښځو غوښتنې په خپلو پروګرامونو کې شاملې کړي.″

سره له دې چې په وروستیو کلونو کې د افغان مېرمنو د حقونو خوندیتوب ته هڅې شوي خو د ښځو د حقوقو مدافعان وایی چې اوس هم افغان میرمنې تاوتریخوالي او راز راز ستونزو سره مخامخ دي.

افغان میرمنې اندیښمنې دي چې ممکن له دې هیواد نه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هغه لاس ته راوړنې زیانمنې شي چې ښځوپه تیرو دیارلسوکلونوکې ترلاسه کړی دي.

مرضیه احمدزۍ