روسیه او اوکراین د ګازو د صادرات په اړه توافق ته ونه رسېدل

د روسیې او اوکراین ترمنځ د کییف د انرژۍ د پورونو د حل او په راتلونکي کې اوکراین ته د طبیعي غاز د صادرولو په اړه کوم توافق حاصل نه شو.

مسکو ګواښ کړی، که چیرې کییف د جون تر لمسې یعنې تر نن پورې د دوی د پور پیسې ورنه کړې، اوکراین ته به خپل طبیعي غاز بند کړي.

خو په اروپا کې د انرژۍ د بحران مخه د اوس لپاره ونیول شوه او دواړو اړخونو پرېکړه وکړه چې یو ځل بیا د جون په لسمه او ۱۱ مه په بروکسیل کې غونډه وکړي.

د اروپایي اتحادیې د انرژۍ کمشنر "ګونټراویتنګر" د روسیې او اوکراین له استازو سره له غونډې وروسته وویل:

"موږ ځيني علني پوښتنې لرو او دریځونه مو مختلف دي؛ خو د خبرو په دوام سلا شولو."

په بروکسل کې د اروپایي اتحادیي د انرژۍ له کمشنر سره د اوکراین او روسیې خبرو اوه ساعته دوام وکړ او د اوکراین د انرژۍ وزیر "یوري پرودان" وویل؛ د تیرې اوونۍ له غونډې راهیسې هېڅ پرمختګ نه دی رامنځ شوی .