کارپوهان: ایران او پاکستان د ټاپي پروژې پر وړاندې خنډ جوړوي

د افغانستان د اقتصادي چارو ځینې پوهان په دې نظر دي چې؛ د سیمې یولړ سیاسي او اقتصادي سیالۍ او کړکیچونه د دې سبب شوي چې؛ ایران او پاکستان د ټاپي د پروژې د پلي کېدو مخه ونیسي.

ټاپي هغه پروژه ده چې، د ترکمنستان د ګازو پایپ لاین به د افغانستان له لارې ترپاکستان او هندوستانه پورې وغځوي.

د کابل پوهنتون د اقتصادی استاد تاج محمد اکبر ازادي راډیو ته وویل؛ پاکستان د دې له امله چې له دې ګازو څخه هند ګټه وانه خلي او ایران په دې خاطر چې خپل ګاز وپلوري؛ هڅې کوي چې د یادې پروژی د پلي کېدو خڼد شي.

ښاغلی اکبر وایي، پاکستان او ایران کوښښ کوي چې؛ په افغانستان کې ناامنیو ته لمن ووهي او د دې پروژې پلی کیدل ستونزمن کړي:

"په سیمه کې یوسلسله ستونزې شته چې؛ هغه امنیتي دي، پاکستان له هند سره شخړه لري او د طالبانو په وخت کې دا ویل شوي چې؛ د ترکمنستان د ګازو پایپ لاین به د ایران له لارې هندوستان ته تېر شي؛ خو دا کار ونه شو. د دې له امله دواړه هېوادونه غواړي افغانستان نا امنه اوسي او دا پروژه له ستونزو سره مخ شي."

د ټاپي د پروژې موافقتنامه په دوه زره لسم میلادي کال د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان د جمهورو ريیسانو او د هند د انرژې د وزیر تر مینځ په عشق اباد کې لاسلیک شوې ده.

افغان چارواکي وایي، دا پروژه څلورو واړو هېوادونو ته له اقتصادی پلوه مهمه ده.

ویل کیږي چې که دا پروژه پیل شي؛ لسګونو زرو افغانانو ته به په کې د کار زمینې برابرې او افغانستان به ترې د ټرانزیټ له لارې په کال څلور سوه میلیونه ډالره عاید تر لاسه کړي.

همدارنګه د اقتصادي چارو بل افغان کارپوه سیف الدین سیحون په دې باور دی چې؛ ایران غواړي د خپلو اقتصادي ګټو په خاطر د دې پروژې د پلی کیدو مخه ونیسي:

"په دې کې تردید نشته ځکه ایران د دې پروژه یو رقیب دی او غواړي دا پایپ لاین د ایران له خاورې تیر شي.

خو د دې پروژی توافقنامه لاسلیک شوې او کار به یې پیل شي. بلخوا ایران داهم غواړي چې، خپل ګاز پرهندوستان وپلوري."


د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې افغانستان د دې پروژې لومړنیو کارونو ته پنځه میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویلي؛ تراوسه د دې پایپ لاین د غځیدو لپاره اوه میلیارده ډالره پانګه اچول شوې ده.

د پروژې چارې:

دا پایپ لاین یو زرو اته سوه کیلومټره اوږدوالی لري چې؛ اوه سوه پنځه دېرش کیلومتره یې د افغانستان له لارې تیریږي.

د کانونو او پترولیم وزارت ویاند رفیع صدیقي ازادي راډیو ته وویل؛ د دې پروژې چارې په ښه توګه پرمخ ځي.

دی وایي، په دې دیرش کلنې پروژې کې شاملو څلور واړو هېوادونو تر اوسه په دې برخه کې څو توافقنامې لاسلیک کړي دي.

ښاغلي صدیقي دا هم وویل، دا چې پاکستان او ایران د دې پروژې د پلی کېدو مخه نیسي حقیقت نه لري:

"دا یوه شایعه ده. که چېرې موږ په راتلونکو مذاکراتو کې د دې شاهد واوسو چې په پروژه کې شامل کوم هېواد ځنډ پیښوي؛ موضوع به له افغانانو سره شریکه کړو. تراوسه په دې برخه کې هېڅ منفي حرکت نه دی لیدل شوی.

د څلورواړو هېوادونو ګټې ایجابوي چې؛ پلی کېدو ته یې هڅې وکړي."


په دې برخه کې ایران او پاکستان څه نه دي ویلي؛ خو د پاکستان حکومت له مخکې نه څرګنده کړې چې؛ هېواد یې ګازو ته ضرورت لري.

د افغانستان د کانونو وزارت داهم ویلي چې؛ د ټاپي پروژې له ګازو څه به افغانان هم ګټه واخلي.

د دې وزارت چارواکي وایي، د دې پروژې د تخنیکي او ساختماني چارو د نقشو په جوړولو کار روان او ترکمنستان هڅې کوي؛ پانګې ورته جلب کړي.

کارپوهان تاکید کوي چې، افغان حکومت دې په دې پروژه په پوره دقت سره پانګونه وکړي؛ ځکه چې دا پروژه پر اقتصادي ګټو سربېره هېواد ته سیاسي ګټې هم رسولی شي.

راپور: خان محمد سیند