حقجو: د اقتصادي فعالیتونو لپاره امنیت شپږ فیصده ښه شوی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، چې د دوی د څیړنو له مخې امنیتي ستونزې اوس هم د اقتصادي ودې پر وړاندې لوی خنډ دی.

د دې خونې مشر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په هېواد کې د تولیدي سکتور وده د پام وړ ده خو ساختماني کارونه کمزوري شوي دي.

د دې خونې د نوي څیړنې له مخې د بلخ او کندهار امنیتي شرایط ښه شوي خو د ننګرهار او کابل په حوزو کې متشبثین له امنیتي پلوه اندیښنې لري.

بل خوا یو شمېر اقتصاي کارپوهان د هېواد اقتصادي وضعیت په امنیت پورې مربوط بولي او له افغان حکومته غواړي چې هېواد ته د پانګونې د جذب په خاطر د پانګه والو امنیت خوندي کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې نوې سروې، چې په څلورو اقتصادي حوزو کابل، بلخ، ننګرهار او کندهار کې له متشبثینو څخه د پوښتنې په ډول شوې ښیې چې ناامنیو اوس هم په هېواد کې د اقتصادي ودې مخه ډپ کړې.

د دې خونې مشرقربان حقجو د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، که څه هم د شپږمیاشتو مخکېنی څیړنې له مخې د اقتصادي فعالیتونو لپاره امنیت شپږ فیصده ښه شوی خو متشبثین او سوداګراوس هم امنیتي وضعیت د خپلو فعالیتونو په وړاندې لوی خنډ بولي:

″یو سوداګر وایې، چې د اداري فساد سره که په هر ډول وي خپل مشکل حلوم، رشوت ورکوم او یا به د مسولینو سره شریک شم او خپل کار مخته وړم خو امنیتي مشکل زه نه شم کنټرولولای او ځکه نو امنیتي ستونزې د افغانستان د اقتصادي پرمختګ د مخنیوي د عواملو په سر کې ځای لري.″

نوموړي وویل، چې له امنیته وروسته د مارکېټ او زیر بناوو نشتوالی، سرچېنو ته نه لاس رسی او په ادارو کې فساد هغه عوامل دي چې په اقتصادي برخو کې متشبثین ورسره مخامخ دي.

د دې خونې د سروې له مخې په ننګرهارکې اقتصادي وضعیت د دری نورو حوزو په نسبت ډير ښه شوی، خو د اقتصادي فعالیتونو لپاره یې امنیتي وضعیت خراب دی.

له ننګرهار وروسته بیا کابل او ورپسې د کندهار امنیتي وضع خرابه ګڼل شوی، خو د بلخ سوداګرو بیا نسبتا خپل امنیت ښه ګڼلی.

له بلې خوا د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان په دې نظر دي، چې افغان حکومت باید اوس مهال چې خارجي ځواکونه له دې هېواده د وتلو په حال کې دي ډيرکوښښ په هېواد کې دننه د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد اکبر د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيو ته وویل، د دې لپاره چې په هېواد کې اقتصادي وضعیت ښه شی نو باید په لومړي قدم کې د امنیت د ښه کېدو لپاره کار وشي.

که څه هم ویل کېږي، چې په دې وروستیو کې د ځینو وړو او منځنیو شرکتونو فعالیت لپاره شرایط ښه او اسانه شوي خو د کارپوهانو په وینا په تېرو دوولسو کلونو کې د لویو پروژو او شرکتونو لپاه د پام وړ کار نه ده شوی.

په ورته وخت کې عام خلک هم په دې باور دي، چې په هېواد کې ورځ تر بلې بې کاري ډيریږي او د دې لپاره باید نوې حکومت د نوي پلانونو په تطبیق کولو سره د خلکو لپاره د اقتصادي فعالیتونو زمینه برابره او د بې کاري سطح راټیټه کړي.