د نړېوالې اټمي ادارې او د ایران ترمنځ پر یوه میکانیزم به خبرې وشي

د ایران او د نړېوالې اټمي انرژۍ د ادارې چارواکي به نن په ویانا کې غونډه وکړي.

د نړېوالې اټمي انرژۍ د ادارې یوه چارواکي ویلي، چې په دې غونډه کې به د دې ادارې او ایران ترمنځ د اټمي همکارۍ پر یوه میکانیزم خبرې وشي.

دغه اداره له ایرانه غواړي چې د مخکینیو کلونو د اټمي پروګرام په اړه د دې ادارې پوښتنو ته ځواب ووايي.

د نړېوالې اټمي انرژۍ اداره هڅه کوي چې ایران د ځیني مسایلو په اړه وضاحت ورکړي.

دا اداره له ایرانه غواړي چې له ۲۰۰۳ کال مخکې د اټمي تحقیقاتو په اړه چې ګومان کیږي دې هیواد به د اټومي وسلو د تولید په اړه پیل کړي و، کره شواهد وړاندې کړي.

ایران دغه ادعا ردوي او وایي، د دغې مسالې ترشاه د سي آی اې او د اسراییل د استخباراتو ادارې لاس لري چې په غلطه یې معلومات ورکړي دي.

ځیني پرمختګونه تیرکال وروسته له هغې وشول چې ایران ژمنه وکړه چې د چاودیدونکو موادو د کارولو په اړه به چې په اټوم بم کې ترې کاراخیستل کیدای شي، وضاحت ورکړي.

د دې او شپږو نورو مواردو د شفافیت په اړه د ځواب ورکولو وروستۍ نیټه د می پنځلسمه د راتلونکې پنجشنبی ورځ تعین شوې ده.

د نړېوالې اټومي انرژۍ اداره د نورو مسایلو ترڅنګ غواړي چې ایران دغې ادارې ته د ساغند د یورانیمو له کان څخه کتلو ته اجازه ورکړي او هم د اراک د نویو اټومي تاسیاستو په برخه کې له دې ادارې سره نورمعلومات شریک کړي.

د ایران د اټومي ادارې ویاند بهروز کمالوندي تیره اونۍ د ایرنا خبري اژانس ته ویلي و چې د ایران او د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې ترمنځ د شوې موافقې اوه موارده عملي شوي دي.

د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې د ۲۰۱۱ کال په راپورکې یوه بله ادعا هم تهران ته نژدې د پارچین په پوځي اډه کې د چاودیدونکو موادو پرازموینې څرخي چې د دې ادارې په وینا دا مسله د دې قوي نښې څرګندوي چې ایران د میزایلو د پراختیا پروګرام مخ ته وړي.

د نړیوالې اټومي انرژۍ او ایراني چارواکو ترمنځ په وینا کې ننۍ غونډه یوه ورځ مخکې تردې جوړیږي چې په پام کې ده سبا په وینا کې د ایران د آټومي پروګرام په اړه د نړۍ د شپږو قدرتونو او ایران ترمنځ د خبرو بل پړاو پیل شي.

د دغو خبرو هدف د یوې نهایي موافقې ترلاسه کول دي.

ایران له لویدیځ سره د تیرکال د نومبرد موافقې له مخې منلې چې د شپږو میاشتو لپاره به د خپل اټومي پروګرام مشخص فعالیتونه دروي او په بدل کې یې نړیوالو پردې هیواد بندیزونه نرم کړي دي.

د نړۍ شپږقدرتونه د دغې موقتې موافقې له مخې دغه راز له ایرانه غواړي چې د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې ټولو پوښتنو ته ځواب ووایي.