سحرګل معلول و خو ځان یې روغ ثابت کړ!

سحرګل سحر هغه ځوان دی، چې د معلولیت له کبله یو وخت د کورنۍ تمه ترې لنډه وه، خو اوس د کورنۍ څه، چې د همځولو ورته سترګې دي. دغه ځوان اوس څه کوي؟ او څنګه یې ځان له ډېرو سره سیال کړ؟ په ننۍ تاندې څانګې کې به یې خبرې واورئ.

د ځينو غالۍ اوبدونکو ځوانانو له ژوند او کاروباره به مو هم خبروو.

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکی سحرګل سحر یو وخت ښکلی ماشوم و، ناروغ شو، یوه ډاکټر ته د درملنې لپاره وروړل شو، خو ډاکټر د هغې ناروغۍ نه د ژغورلو په خاطر یوه بله د زړه ناروغي ورواچوله، یاني هغه داسې پيچکاري ورته وکړه چې سحرګل یې په یوه پښه عمري معلول کړ.

سحرګل ماشوم و، د ده زړه هم د نورو ماشومانو غوندې لوبې غوښتې، خو پلار یې د ده په اړه څه فکر کاوه؟ خپله هغه خاطره راته وايي چې دی یې ناهیلۍ نه کړ بلکې همت یې ورکړ، دی وايي پلار به مې د خپلو نورو زامنو په اړه ویل چې دوی خو به ځان ته یو ښه ژوند جوړ کړي، خو سحرګل به څه وکړي؟ یاني له ده یې تمه لنډه وه، خو سحرګل وايي چې د مرحوم پلار دا خبره مې له هماغه وخته په ذهن کې کیناسته او هوډ مې وکړ چې ځان به تر یو ځایه رسوم.

سحرګل سحر خپلې منځنۍ زده کړې د څمکنیو ولسوالۍ په یوه لېسه کې ترسره کړي او اوس مهال هماغلته په نیمه لوړو زده کړو بوخت دی. که یو خوا یې له ماشومتوبه خبریالي یا د ژورنالیزم برخې سره مینه وه، نو بلخوا یې د مرحوم پلار خبره هم په ذهن کې ګرځېده چې باید د چا د اوږو بار نشي او باید یو کار کسب زده کړي، وخت راغی خياط شو او ادبي غونډو او مشاعرو په یوه راډيو کې کار ورکړ.

سحرګل ډېرې نیستۍ او ستونځې ګاللي، ډېر کله به د موټر کرایه ورسره نه وه، له ښوونځي تر کوره او له کوره تر ښوونځي د اوږدې لارې وهلو به یې زړه خولې ته راوست، خو اوس هماغه لارې ده ته د ده همت ورښيي، دی وايي چې خپل ګڼ همځولي شاباسی راکوي، وايي تا خپل معلول ځان پوره ثابت کړ، خو موږ خپل سالم وجود معلوله کړ.

سحرګل سحر وايي چې تر څو ژوندي یو، ستونځې به ګالو، خو باید همت وکړو، دی له نورو ځوانانو، په ځانګړي ډول له معلوله کسانو غواړي چې که همت وکړي او په خپل تصميم کې کلک واوسي، ځان تر لوړو رسولی شي.


ځوان غالۍ اوبدونکي:

څه وايي چې ( ژوند ته وګوره، ژوند څه دی، همه کار دی...)
په ريښتیا هم، چې ژوند وي نو کار خو به وي، که کار ونه کړې نو څه به خورې؟
په څلورلارو کې اوس هم ګڼ ځوانان بېکاره ورځ بېګا کوي. خصوصاً هغه چې کوم کار کسب یې نه وي زده.

غالۍ اوبدل په افغانستان کې یو نسبتاً ښه کسب بلل کیږي. د افغاني غالیو تجارت هم ښه روان دی، ګڼ شرکتونه شته چې افغاني غالۍ نورو هېوادونو ته صادروي. له دغو شرکتونو یې یو هم د (نثارشعېب حسيني) د غالۍ اوبدلو شرکت دی، د دې شرکت مشر نثاراحمد حسيني وايي چې له نږدې ۱۸ کلونو راهيسې غالۍ اوبي چې لږ ډېر دوه زره کسان ورسره په کار بوخت دي، دی وايي:

(نثارشعېب د غالېو اوبدلو شرکت له نږدې اوولسو اتلسو کلونو راهيسې کار کوي، نږدې ۲ زره کسان موږ سره کار کوي، چې زیاتره یې ځوانان دي. داسې ډیر کسان هم شته چې همدلته له نورو کارکوونکو غالۍ اوبدل زده کوي.

ډېرې کورنۍ هم شته چې موږ سره د غالۍ اوبدلو په برخه کې مرسته کوي او خپله حق الزحمه اخلي، شکر کاروبار مو ښه دی، په نړېوالو نندارتونونو کې هم خپلې غالۍ نندارې ته وړاندې کوو او زموږ خپلو افغانانو ځینې داسې ښه بدلونونه پکې راوستي چې د نورې نړۍ په غالېو کې یې ساری نشته، موږ د نړیوالو له غوښتنو سره سم کار کوو او نوښت پکې راولو).

دغه شرکت چې په یوه کور کې وه، ګڼ ځوانان پکې په غالۍ اوبدلو بوخت وو. د دوی په منځ کې مې دوه ځوانان وپوښتل، دوی له خپله کاره په دې خوشاله وو چې یو کسب یې زده دی او د ځینو نورو ځوانانو په څېر بېکاره ندي:
(زما نوم حیات الله، غالۍ اوبدونکی یم. نږدې څوارلس کاله کیږي چې غالۍ اوبم. پخوا په کار نه پوهېدم، خو اوس ډېر بلد شوی یم او په یوه میاشت کې یوه برابره غالۍ اوبدلی شم او که امکانات پېدا کړم نو ځان ته خپل شخصي شرکت جوړلی شم، له خپل کسبه خوشاله یم.

زما نوم عرفان علي دی، یو وخت اوزګار ګرځېدم، کوم کار کسب مې نه و زده، یو ماما مې غالۍ اوبدل رازده کړل، اوس دا دی غالۍ اوبم، له خپله کاره خوشاله یم، له ډیرو هغو اوس ارامه یم چې کار نه مومي او بېکاره ګرځي. اوس د دنیا له حاله نه یم خبر خو خپل کار کوم).

درې وروڼه مې ولیدل چې له دې شرکته یې غالۍ د اوبدلو لپاره کور ته وړله، یو یې رستم علي نومېده، ده ویل چې غالۍ اوبدل دروند او ستړی کوونکی کار دی، خو مجبوره دی چې کور ته خرڅ پېدا کړي:

(مجبور یو چې کار وکړو، له خپله کاره دومره راضي نه یوو، ځکه چې کارونه نشته، خو څه وکړو؟ مجبور یوو چې کار وکړو، زما دوه نور وروڼه او کله کله مې خویندې هم غالۍ راسره اوبي. بس اوس مو همدغه کسب ګرځېدلی).

د (نثار شعېب حسیني د غالۍ اوبدلو شرکت) د کار بل ډول داسې دی چې یوې کورنۍ ته او یا څو کسانو ته په ګډه غالۍ د اوبدلو لپاره ورکوي چې له ځانه سره یې یوسي او پخپل کور کې یې وه اوبي، د دې برخې مسؤلیت د محمدطلا په زمه دی، دی غالۍ اوبدونکو ته مواد ورسوي او غالۍ ترې راټولوي، دی هم له خپله کاره خوشاله دی:

(موږ دلته له دې شرکت والا سره قرارداد لرو، مواد راکوي، وسایل راکوي، زه یې هغو کورونه ته وروړم چې غالۍ اوبي، وخت په وخت ورباندې ګرځم، چې کوم څه کم نه وي. چې کله وخت پوره شي، غالۍ ترې بیرته شرکت ته راوړم او دوی ته خپل حساب ورکوو. له خپله کاره ډیر خوشاله یم، هو).

افغاني افغاني غالۍ نړیوال شهرت لري او تېرکال یې د المان په يوه نندارتون کې د (اسکار) نړېواله جایزه هم وګټله، خو اوس هم افغاني غالۍ د پاکستان او ځینو نورو هېوادونو په نوم د نړۍ هېوادونو ته صادريږي. . د نوموړي شرکت مسؤل نثاراحمد حسيني هم وايي چې باید د دې کار مخه ونيول شي، دی همدا راز زیاتوي:

(هسې خو موږ تاسې ګورو چې په افغانستان کې ستونځې ډېرې دي او تجاران له مشکلاتو سره مخ دي. خو زموږ لومړنی مشکل دا دی، تاسې ګورئ چې موږ خپل شرکت د استوګنې کورونو په منځ کې په یوه کور کې جوړ کړی دی، یاني کوم مناسب او مشخص ځای نه ورته لرو، چې سړی په ارامه زړه خپل کارونه وکړای شي.

دولت باید د دې زمینه راته برابره کړي، بله خبره دا چې اوس هم افغاني غالۍ د پاکستان او یو شمېرنورو هېوادونو په نوم د نړۍ نورو هېوادونو ته صادريږي، عجبه خبره ده، زحمت موږ کوو، ځانونه مو ستړي کوو، خو ګټه یې تر موږ څو چنده ډېره یوه بل هېواد ته رسيږي، زموږ دولت په دې کار یو څه زړه باید وسوځوي).

دا خپرونه چې هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي او د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او ولوستلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې




www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
ShafaqN@rferl.org