"په افغانستان کې د نشه یي موادو له منځه وړل ناممکن ښکاري"

د برتانیا چاپ ټایم مجلې په افغانستان کې د نشه یي موادو موضوع څېړلې او ډیپلوماټ خپرونې بیا د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنیو پایلو په اړه مطلب خپور کړی دی.

په افغانستان کې د مخدرو موادو په اړه ټایم مجلې لیکي؛ په دې هېواد کې د نشه یي موادو له منځه وړل ناممکن ښکاري.

ټایم وايي، افغان ځوانان هم په نشه يي موادو روږدې شوي او په افغانستان کې د مخدرو موادو د معتادینو شمیر ورځ تر بلې په زیاتیدو دی.

مجلې د ملګرو ملتونو د یوه راپور په حواله ویلي؛ د افغانستان په ځینو سیمو کې مور او پلار په خپله، خپلو ماشومانو ته تریاک ورکوي چې؛ دا د افغانستان لپاره یو بل دردونکی تصویر دی.

د مقالې لیکونکی وايي، په افغانستان کې د نشه يي موادو پر اقتصاد زیاته تکیه د دې سبب شوی چې؛ په دې هیواد کې د امریکا او متحدانو لاسته راوړنې اغیزمنې کړي او اداري فساد يې هڅولی دی.

د ټایم مجلې په وینا، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د نشه يي موادو د کاروبار په تور شاوخوا ۷۰۰ کسان نیول شوي چې؛ پنځوس تنه يې دولتي مامورین دي.

مجله زیاتوي، په افغانستان کې د نشه يي موادو د تولید د زیاتوالي ریښه باید د دې هېواد د خلکو په اقتصادي ستونزو کې ولټول شي.

د مطلب لیکونکی وايي، افغان بزګران هغه څه کري چې؛ د دوی لومړنی اړتیاوې پوره کړي. دوی نه جناتیکاران دي او نه کومه سیاسي انګیزه لري.

ټایم مجلې په دې برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یوه چارواکي هغه خبره نکل کړې؛ چې کانګریس ته يې کړه وه.

دغه امریکايي مقام د کانګریس غړو ته ویلي؛ که افغان بزګران غنم وکري، نو په کال کې پینځه سوه ډالر عاید ترلاسه کوي؛ خو که کوکنار وکري؛ نو په کلنې ډول يې عاید ۲ زرو ډالرو ته رسیږي.

همدې ته په پام سره افغان کروند ګر د کوکنارو کښت ته مخه کوي؛ څو په خپل دسترخوان زیات خواړه ولري.

ډیپلوماټ خپرونې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو د نتیجو موضوع څیړلې ده.

خپرونه لیکي، د انتخاباتو لومړی پړاو ترسره شو او په دوهمه مرحله کې به جوړجاړی مهم رول ولري.

ډیپلوماټ خپرونه زیاتوي، له ۲۰۰۱م کال راپدېخوا په افغانستان کې سیاسي جوړجاړیو او ایتلافونو ته په پام سره دا امکان موجود دی چې؛ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د واک د ویش موضوع مطرح شي.

د ډیپلوماټ په باور که څه هم عبدالله عبدالله او اشرف غني احمد زي دواړو ټینګار کړی چې؛ جوړجاړی به ونه کړي، خو د افغانستان حالاتو ته په پام سره دا له امکان نه لرې خبره نه ده.

خپرونه وړاندې لیکي، د دوو مخکښو کاندیدانو تر منځ د احتمالي جوړجاړي په مساله کې د ولسمشر کرزي رول او دریځ له پامه نشي غورځیدی.

د مطلب د لیکونکي په وینا، تر اوسه لا نه ده معلومه چې ولسمشر کرزی څه غواړي؛ خو نوموړی به هڅه وکړي چې، د واک د ویش په میکانیزم کې په خپله دی مطرح وي.

ډیپلوماټ خپرونه د مطلب په پای کې لیکي؛ د سیاسي معاملو سربیره یوه بله ستونزه هم موجوده ده او هغه دا چې د افغانستان اوسنۍ اقتصادي وضیعت ته په پام سره د انتخاباتو دوهم پړاو مناسب دی او کنه ځکه په دې هېواد د انتخاباتو په هر پړاو باندې شاوخوا سل میلیونه ډالر لګښت راځي.