بصیرت: که بهرنی موسسې مشکوکې ثابتې شي جوازونه به يي واخیستل شي

د افغانستان اقتصاد وزارت د ځینو بهرنیو موسسو او نړېوالو مرستندویه ادارو په اړه هغه ادعاوې چې ګواکې سیاسي او استخباراتي فعالیتونه کوي بې اساسه بولي.

د اقتصاد وزارت دا غبرګون وروسته له هغې ښيي چې د مشرانو جرګې ځینو غړو په افغانستان کې د ایراني خیریه موسسو فعالیتونه مشکوک او استخباراتي وبلل او د هغو د بندولو غوښتنه یې وکړه.

خو د اقتصاد وزارت چارواکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، که چېرې د دې موسسو په اړه موثق اسناد او شواهد ترلاسه کړي نو هرو مرو یې فعالیتونه بندوي.

که څه هم ځیني افغانان په تېرو دولسو کلونو کې د ځینو نړېوالو موسسو او انجيو ګانو فعالیتونه مثبت بولي خو د ځینو نورو له نظره دغو ادارو د افغانستان په بیارغونه او اقتصادي پرمختګ کې کوم اغیزمن رول نه دی لوبولی.

د مشرانو جرګې ځیني غړو څه موده مخکې له حکومته وغوښتل چې د ایراني خیریه موسسو فعالیتونه دې بند کړي.

دغو سناتوران شک څرګند کړ، چې ګواکې د دې موسسو مشران له خلکو سره د مرستې رسولو پرځای په افغانستان کې استخباراتي فعالیتونه کوي.

د افغانستان د اقتصاد وزارت بیا دا ادعاوې بې اساسه بولي او وايي، چې د دې موسسو او بنسټونو په کارونو پوره نظارت لري.

د دې وزارت د انجيوګانو رییس هاشم بصیرت له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د خدماتو د رسولو په برخه کې د غیر حکومتي موسسو په رول ټینګار وکړ او ویې ویل که چېرې د دې موسسو په اړه ادعاوې ثابتې شي د فعالیت جوازونه به یې ځینې واخلي:

″اول خو د انجیوګانو د قانون له مخې موږ نه یواځې دا چې هغوی ته د نژادي، فرقه يي او داسې نورو شخړو د لمن وهلو لپاره اجازه نه ورکوو له بله پلوه که چېرې ادعا کېږي چې دوی دې داسې کار کوي موږ لاس تر زنې نه کېنو.

له دې کاره ښکاري چې ډېر په ارامه یې ترسره کوي. کوم کسان چې د دې ادعا کوي باید خپل اسناد مربوطه ادارو ته وسپاري له هغې وروسته به د دوی فعالیتونه بند کړو.″


مشرانو جرګې وروسته له هغې په افغانستان کې د ایران د خیریه موسسو د تړل کېدو پریکړه وکړه چې په ایران کې څلور افغانان په دار وځړول شول.

خو دا چې سناتوران په دې اړه څه اسناد لري چې د ایران خیریه موسسې په افغانستان د جاسوسۍ او نورغیر قانوني فعالیتونه لري، دا پوښتنه مو د مشرانو جرګې له یوه غړي محمد داود حساس نه وپوښتله، نوموړي په دې اړه وویل:

″څو موده د پل سوخته په سیمه کې د ایرانیانو یوه اندازه کمکونه راغلي و، زموږ د یوه سناتور کورهم هلته و، هغه خپله او د محل خلکو دا وویل، چې هلته ایرانیانو د خلکو ترمنځ د شیعه او سني خبره راپورته کوله.

ایران سفیر په سنا مجلس کې د سنا رییس او موږ ټولو ته دا خبره وکړه، چې له امریکا سره باید ستراتیژیک تړون امضا نه شي که تاسو دا امضا کوئ موږ به ستاسو اعدامیان په دار ځړوو له ایرانیانو سره موږ ډېر ثبوتونه لرو که دوی زموږ سره د ثبوت کار ته کښیني.″

د ایراني خیریه موسسو د فعالیتونو په اړه په داسې حال کې مشرانو جرګه انتقاد کوي چې د ځینو دغو موسسو مشران د سیاسي فعالیتونو تورونه ردوي.

په افغانستان کې دا مهال د ایران بېلابېلې خیریه موسسې فعالیت کوي، چې یوه یې هم د دې هېواد د ستر مذهبي مشر امام خمیني د مرستو رسولو کمیټه ده.

په کابل کې د دې کمیټې د دفتر یوه مسوول محمدعلي وفا ازادۍ راډیو ته وویل، دا موسسه یواځې په مرستندویه کارونو بوخته ده او د کابل په شمول په درې ولایتونو کې له ۴۵۰۰ بې سرپرسته کورنیو سره مرسته کوي:

″د مرستو کمیټه د بې سرپرسته کورنیو په برخه کې کار کوي. هغه کورنۍ چې خپل سرپرست یې له لاسه ورکړی وي.

زموږ بنسټ په افغانستان او نورو هېوادونو کې هیڅ کوم سیاسي فعالیت نه کوي یواځې خیریه موسسه ده.

زموږ یواځینۍ بهرنۍ کمیټه ده چې په افغانستان کې ساتونکې نه لري. د کمیټې دروازه د ټولو په مخ پرانیستې ده په هر وخت کې په ارام زړه کولای شي له امداد یا مرستو کمیټې څخه لیدنه وکړي.″


د افغانستان د اقتصاد وزارت د معلوماتو له مخې په اوس وخت کې په افغانستان کې د ۲۷۰ بهرنیو په شمول ۲۰۰۰ انجيو ګانې فعالیت کوي.

د دې انجيو ګانو فعالیتونه ډېری په روغتیا، پوهنې، کرنې، ظرفیت جوړونې، اجتماعي خدماتو، د مسلکي کدرونو په روزلو او نورو برخو متمرکزې دي.

د اقتصاد وزارت وايي، انجیوګانې باید د قانون له مخې په هرو شپږو میاشتو کې خپل کاري رپوټ او د کال په پای کې خپل مالي راپور دوی ته وسپاري.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۲ کال کې د سرغړونو په خاطر ۱۳۰ نړېوالې او یو نیم زر داخلي انجیوګانې له منځه یوړل شوې.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست هم چې د انجیوګانو د فعالیت سرسخت مخالف دی په افغانستان کې د نړېوالو انجیوګانو او موسسو پر فعالیت اعتراض لري او د دې هېواد په پراختیا کې په نیست حسابوي:

″کومې مرستې چې انجیوګانې یې له نړېوالې ټولنې څخه تر لاسه کوي اویا په سلو کې یې په خپلو داخلي مصرفونو لګوي. په اوس وخت کې هیڅ ممکنه نه ده چې د دې کارونو مخه ونیول شي.

د اوسنیو دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ که وګورو که چېرې د افغانستان راتلونکې جمهور رییس شي د دوی د کورنۍ غړي په خپله انجیوګانې لري.

نو د دې ستونزې د حل لپاره ضروري ده چې د افغان حکومت د چارواکو او د نړېوالې ټولنې د مشرانو په لید لورو کې عمده تغیرات راشي.″


خو نړېوالې خیریه موسسې دا رنګه ادعاوې ردوي او وايي، دوی د افغانستان د خلکو د ضرورتونو د پوره کولو لپاره کار کوي.

په افغانستان کې د سویډن نړېواله کمیټه وايي، دا کمیټه د خپلو فعالیتونو له پیل تر اوسه د بشردوستانه او عامه خدماتو په رسولو کې رغنده رول لري.

په افغانستان کې د دې کمیټې رییس دیمیتري تودوروویچ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د دې کمیټې فعالیتونه اغیزمن دي او په کلونه کلونه خلک ترې برخمن پاتې شوي دي:

″زموږ تمویلونکې د افغانستان د پراختیا په برخه کې د همکارۍ په خاطر د خپلو پيسو او بودیجو د مصرف په مثبتو اغیزو پسې ګرځي.

زموږ نهه نوي فیصده کارکونکي افغانان دي. موږ په خپلو کارونو ډېر ښه او ژور څار هم لرو.

له نږدې د خپلو فعالیتونو په تطبیق نظارت لرو. تل هڅه کوو په هغې اندازې اغیزمن و اوسو تر کومې چې ممکن وي. ځیني ستونزې شته خو په مجموعي توګه باید ووایم، چې له خپلو کارونو او د بودیجې له مصرف او عملي کېدو راضي یم.″


افغان کارپوهان وايي، د انجیوګانو او بهرنیو خیریه موسسو د فعالیتونو په سر د څار نشتوالی د ځینو موسسو له خوا د سرغړونو د ترسره کېدو لامل شوی.

دا کارپوهان په افغانستان کې د دې موسسو په حضور او رول ټینګار کوي، خو وايي په فعالیتونو کې باید لا ډیره څارنه وشي.

راپور: صفي الله ستانکزی