حکیمي: نږدې ده چې له مالي پلوه اریانا هوايي شرکت په خپلو پښو ودریږي

اریانا افغان هوايي شرکت وايي، چې له مالي پلوه نږدې دی چې په خپلو پښو ودریږي.

دا یوازینی دولتي شرکت دی خو پخوا تر دې یې په مدیریت او چارو انتقادونه شوي دي.

بل خوا د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمیسیون ځیني غړي له دې خبرې سره موافق نه دي چې ګنې دا شرکت به په ځان بسیا شوی وي او وايي، اوس هم ځینې ستونزې لري.

په داسې حال کې چې اریانا افغان دولتي هوايي شرکت هرکال په میلیونونو ډالره تاوان کاوه خو اوس یې مسوولین وايي، چې سږکال نږدې ده چې له مالي پلوه په خپلو پښو ودریږي.

د اریانا افغان هوايي شرکت عمومي رییس نصیراحمد حکیمي وايي، چې دوه کاله مخکې دې شرکت اتلس میلیونه ډالره تاوان کړی و، خو د روان میلادي کال په لومړنیو څلورو میاشتو کې یې دا تاوان صفر شوی دی:

″دوه کاله مخکې اریانا شاوخوا تلس میلیونه ډالره تاوان کړی و، تیرکال یې تاوان څلورو میلیونو ډالرو ته راکښته شو، خو سږکال په لومړیو څلورو میاشتو کې دا تاوان صفر ته رسیدلی دی او د ځان بسیاینې په حال کې یو. نن موږ دا زیرۍ لرو چې د هیڅ ډول مرسته پرته اریانا ځان بسیاینې ته رسیدلې ده.″

ښاغلي فضلي د سې شنبې په ورځ یوه کنفرانس ته وویل، چې په وروستیو څلورو میاشتو کې د اریانا افغان شرکت عواید شپاړس فیصده او د ټکټونو خرڅلاو یې نه ویشت فیصده زیات شوي دي.

هغه همداراز وویل، چې د اریانا افغان هوايي شرکت په مدیریت کې هم ښه والی راغلی دی.

اریانا افغان هوايي شرکت ۱۳۳۳ کال کې جوړ شوی دی.

یو وخت چې دا د نړۍ له مشهورو هوايي شرکتونو څخه و په وروستیو کلونو ډیر پوروړی شو او ځینو بهرنیو هیوادونو ته یې پر پروازونو هم بندیز ولګیده.

په دې وروستیو کې افغان اریانا هوايي شرکت خپلې دوه بوینګ الوتکې د یوه قرارداد له مخې د افغانستان په دفاع وزارت وپلورلې چې د شرکت مسوولین وايي، له پیسو نه به یې د نورو الوتکو په اخیستلو کې کار واخلي.

اریانا افغان هوايي شرکت اوس اوه الوتکې لري، چې د افغانستان دوو ښارونو او اوو بهرنیو ښارونو ته الوتنې کوي.

بل خوا د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمیسیون ځیني چارواکو د اریانا افغان هوايي شرکت د مسوولینو ادعا ردوي چې ګنې دا شرکت په ځان بسیا شوی دی.

د دې کمیسیون یوې غړې فوزیې رﺉوفي ازادي راډیو ته وویل چې که ددې شرکت په خدماتو کې بدلون راغلی و نو دوی به د افغان حاجیانو د انتقال داوطلبي په یوازې توګه ګټلې وه:

″شپږ میاشتې مخکې مو له اریانا شرکت سره غونډه درلودله، ځیني ستونزې یې درلودې که نه نو کولای یې شو چې په یوازې توګه یې افغان حاجیان انتقال کړي وو ولې د دې داوطلبۍ ګټوونکی نه شو، ځکه چې امکانات او خدمات یې کمزوري شوي دي.

زه دا خبره ردوم چې اریانا په ځان بسیا شوې، دا خبره غلطه ده ځکه چې خدمات یې هم کمزوري شوي دي.″


د افغانستان د هوايي شرکتونو په خدماتو انتقادونه کیږي او ویل کیږي نړیوال او سیمه یېز معیارونه یې نه دي پوره کړي.

خو د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي چې دوی هڅې کوي دغه خدمات معیاري شي او په دې برخه کې یو شمیر ګامومه هم پورته شوي دي.