پوتین: په اروپا کې د طبیعي غاز د پیرونکو پر وړاندې خپل مکلفیتونه پر ځای کوو

د روسیې جمهور رییس ولادمیر پوتین وایي، روسیه به په اروپا کې د طبیعي غاز د پیرونکو پر وړاندې خپل مکلفیتونه پر ځای کړي.

پوتین د جمعې په ورځ په مسکو کې دغه راز وویل؛ روسیه داسې کوم پلان نه لري چې اوکراین ته د طبیعي غاز صادرات بند کړي؛ که څه هم چې مسکو ممکن له کییف نه د غاز په بدل کې مخکې له مخکې پیسي وغواړي.

پوتین وروسته له هغې دا څرګندونې وکړې چې؛ د اروپایي اتحادیې مشرانو له روسیې نه وغوښتل، د طبیعي غاز د تړونونو په اړه دې خپلې ژمنې وساتي.

اوکراین وایي، مسکو ته د طبیعي غاز د نوې بیې پیسې نه ورکوي او هیله من دي چې، له اروپا څخه د اړتیا وړ غاز وپیري.

د اوکراین د انرژۍ او ډبرو سکرو وزیر یوري پرودان وایي؛ د روسیې له خوا د طبیعي غاز د بیو د جګولو مساله به په سټاکهولم کې یوې محکمې ته وړاندې کړي.

په عین حال کې د مالدووا لویدیځ پلوی حکومت وایي؛ هیله من دی که چیرې د اوکراین له لارې پر دوی باندې د روسیې طبیعي غاز بند شي، اروپایي اتحادیه به د پخواني شوروی اتحاد له دغه حکومت سره مرسته وکړي.

د مالدووا صدراعظم والریو لزار دا خبره د جمعې په ورځ د آزادې اروپا راډیو مالدووا څانګې ته په یوه بیان کې وکړه. د روسیې جمهور رییس ولادمیر پوتین د مالدووا په ګډون؛ اتلسو اروپایي هېوادونو ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی چې؛ که د طبیعي غاز له درکه خپل پورونه ورنه کړي، روسیه به بالاخره دوی ته د طبیعي غاز صادرات بند کړي.