د انتخاباتو کمیسیون د رایې ورکونې بهیر د یوه بل ساعت لپاره تمدید کړ

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اعلان وکړ، چې د رایې ورکونې بهیر یې د یوه بل ساعت لپاره تمدید کړ.

د دغه کمیسیون رییس یوسف نورستاني په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د رایې ورکونې بهیرد مازدیګرله څلورو بجو څخه پنځو بجو ته د دې لپاره تمدید شو، چې په ځینو مرکزونو کې رایه ورکونه سهار ناوخته پیل شوه.

ښاغلي نورستاني وویل، په ټول افغانستان کې د رایې ورکونې لپاره ۶۲۱۲ مرکزونه خلاص دي او ۲۱۱ نور د بېلابېلو دلایلو له امله غیرفعاله دي.

له دې مخکې ویل شوي و چې ۶۷۷۵ مرکزونه د رایې ورکونې لپاره خلاص دي او ۷۴۸ نور مرکزونه به تړلي پاتې وي.