ښايي پرویز مشرف په یوې ځانګړې محکمه کې په ملي خیانت تورن شي

تمه ده د پاکستان پخوانی جمهور رییس پرویز مشرف نن په یوه خاصه محکمه کې په ملي خیانت تورن شي.

په مشرف باندې د ملي خیانت د تور د لګولو هڅه له تېر ډسمبر پیل شوې؛ خو دی یواځې یو وار محکمې ته ورغلی او تر اوسه رسماً تورن نه دی پیژندل شوی.

مشرف وروسته له هغې د ملي خیانت له تور سره مخامخ کیږي چې؛ په ۲۰۰۷ میلادي کال کې یې بیړنی حالت وضع کړ او قاضیان یې هم له دندو لرې کړل.

دی په ۲۰۰۹ کال کې له واکه لرې شو. پرویز مشرف چې له پاکستان څخه وتلی و؛ تېر کال په بېرته راستنېدو سره د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۸ کلونو تر منځ د ځینو قضیو په ارتباط پرې د تورونو هڅې پیل شوې.