زلمى رسول: که بريالى شم سپين زر شرکت رغوم

په کندز ولايت کې جمهوري رياست ته د کانديد زلمي رسول په ملاتړ غونډه جوړه شوه، ياده غونډه د کندز په ښاروالي چمن کې د زرګونو خلکو په ګدون جوړه شوې وه، چې په خپله زلمي رسول هم په کې ګدون کړى وو.

زلمي رسول وويل، چې کندز يو زراعتي ولايت دى، خو دومره پاملرنه ورته نه ده شوې او زياته يې کړه چې که چېرې بريالى شي، پاملرنه به ورته ډېره کړي.

ډاکټر زلمي رسول زياته کړه، چې په دي ولایت کې به دغیرمسوول وسله والو مخنيوى کوي:

”موږ د فساد په وړاندې ډېره جدي مبارزه کوو“

رسول زیاته کړه چې،دبریا په صورت کې به د کندز سپین زر شرکت فعالوي، دسپین زر شرکت چې شل کال مخکې څه باندې ۵۰۰۰ زره کسانو په کې کارکاوه، چې د کورنیو جګړو له امله اوس مهال غیر فعال ده.

دیادونۍ وړده چې نن سه شنبه په تخار ولایت کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ هم یوه لویه غونډه جوړه شوې وه، چې په خپله عبدالله عبدالله هم په کې ګدون کړى و.

اجمل آرین/آزادۍ را‌ډیو/کندز