د کانګرس یو شمېر وکیلانو له تروریستانو څخه د ایران د احتمالي ملاتړ له کبله خبرداری ورکړ

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې په غونډه کې یو شمېر وکیلانو له تروریستانو څخه د ایران د احتمالي ملاتړ له کبله خبرداری ورکړ.

دغه کمیټه په نړۍ کې په ترورستي فعالیتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د هڅو څارنه کوي.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ مشر ایډرایس وویل، اکثر وخت په تروریستي فعالیتونو کې د ایران پر ونډې سترګې پټیږي.

ایډرایس زیاته کړه، چې د ایران رژیم د افغانستان او عراق په ګډون په یو شمېر هېوادو کې خلک هڅوي چې وینې وبهوي.ایډرایس بیا وویل:

″ایران چې نن اټمي وسله نه لري داسې کوي، نو هغه وخت به څه کوي چې اټوم بم ترلاسه کړي؟ په دې نو نه پوهیږو.″

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ایران ته د تروریزم د صادرونکي هېواد په سترګه ګوري، خو تهران دا تورونه ردوي.