په افغانستان کې د هند او پاکستان سیالي

له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو له وتلو سره پر دې هېواد د سیمه ییز نفوذ د زیاتوالي په اړه ډیر د پاکستان او هند خبره کیږي.

دغو دواړو په اټمي وسلو سمبال هېوادونو چې په خپلو کې یې تر اوسه څو ځلي جګړې کړي، له مختلفو لارو هڅه کړې چې کابل ته ځان ورنژدې کړي. خو پر افغانستان د پاکستان له خاورې د سخت دریځو وسله والو حملو ته په پام سره کابل د اسلام اباد په نسبت نوی ډیلي خپل دوست ګڼي.

افغانستان ته د هند تر ټولو قوی پیغام چې دا هېواد به پرینږدي، د نوي ډیلي هغه ډیرې مالي مرستې دي چې تر اوسه پورې یې بیل هیڅ بهرني هېواد سره نه دي کړي.

هندي ډیپلوماتان ټینګار کوي چې دغه پیغام په افغانستان کې هغو متحدینو ته چې له دې هېواده د ناټو ځواکونو د وتلو په صورت د نړېوالو مرستو د کمیدو په اړه اندیښنه لري، ډاډ ورکوي.

د رویټرز په وینا دغه پیغام په عین حال کې د هند زاړه دښمن پاکستان ته هم خبرداری ورکوي.

دواړه په اټمي وسلو سمبال هېوادونه له افغانستانه د بهرنیو محارب ځواکونو له وتلو وروسته غواړي چې پر کابل نفوذ ولري او دواړه د خپلې دغې ستراتیژۍ د تطبیق لپاره له مرستو کار اخلي.

هند له افغانستان سره د مختلفو پروژو په برخه کې د دومیلیارډ ډالرو مرسته کړې. په دغو مرستو کې په کابل کې د پارلمان نوې په مرمرډبرو پوښل شوې ودانۍ هم شامله ده چې د دارالمان د کنډواله قصر په خوا کې یې سر را اوچت کړی دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې کړکیچینې دي. ولسمشر حامد کرزي په کراتو کراتو پاکستان د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورن کړی او دا خبره یې پټه نه ده ساتلې چې له دې هېواده د مرستو د ترلاسه کولو پر ځای امنیت غوره بولي.

د راپورله مخې یو شمېر افغانان دې ته اندیښنه لري چې سیمه ییزه سیالي به یې هېواد یوې نیابتي جګړې ته داخل کړي.

د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشرعارف اله پشتون وایي، وضعیت ډیر حساس دی، دواړه پیاوړي متحدین دي. هند مو دوست دی او پاکستان مو هم غبرګونی.

له افغانستانه د ناټو له وتلو سره کابل د پوځي مرستو په برخه کې نوي ډیلي ته لاس ور اوږد کړی دی.پاکستان هم افغانستان ته د پوځي مرستې وړاندیز کړی خو کابل ورڅخه ډډه کړې ده.

هند د دې لپاره چې د خپل ګاونډي پاکستان غصه راونه پاوري، کابل ته د جنګي وسایلو له ورکولو ډډه کړې، خو ښایي له انتخاباتو وروسته په خپل دغه دریځ کې بدلون راولي.

په پام کې ده چې په هند کې د می په میاشت کې انتخابات وشي.

هندي چارواکو ویلي، له افغانستان سره د دوی مرستې پرافغان حکومت لکه نورنړیوال مرسته کونکي شرایط نږدی. دوی مرستې د افغانستان حکومت ته ورکوي چې په خپله یې ولګوي.

ډیر خلک یې د دې کار لپاره نه دي ګمارلي او یواځې یو تن په کابل کې د هند په سفارت کې د هند د مرستو څارنه کوي.

د هند د بهرنیو مرستو د چارو یوه مسول د خپل نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي چې موږ خپلې پراختیایي مرستې له سیاسي غوښتنو سره نه تړو. موږ لیدلي چې دا کار ګټه نه لري.

کابل هم چې د اداري فساد له امله د نړېوالو له تورونو ستړی شوی، د هند د دغه دریځ ستاینه کړې ده.

هندي انجینیرانو له ازبکستانه کابل ته د بریښنا د مزو غزولو پروژه په خپل وخت او شل ملیون ډالرو کم لګښت سره بشپړه کړې او هم یې د ایران ترپولې سړک چې بمونو اوس سوری سوری کړی، جوړکړی دی.

هند د بیارغونې کارونه په افغانستان کې د دې لپاره کړي چې دغه په وچه کې را ایثارهیواد د پاکستان پربندرونو متکي ونه اوسي.

خو پاکستان هم له افغانستان سره د مرستو د زیاتوالي خبره کړې ده.

تیره میاشت له اسلام اباد څخه د کتنې په مهال ولسمشرحامد کرزي ته د پاکستان صدراعظم نوازشریف اعلان کړه چې خپلې مرستې له ۳۸۵ ملیون ډالرو څخه ۵۰۰ ملیون ډالرو ته زیاتوي او هم یې د سړکونو، د ریل پټلیو او روغتیایي کلینکونو د جوړولو خبره وکړه.

خو کله چې کرزي مکروفون واخیست په تریو تندي یې وویل چې زموږ اساسي اندیښنه نا امني او د تروریزم دوام دی.

پاکستان ویلي، له خپلې وسې سره هڅه کوي چې له کابل سره مرسته وکړي.

خو افغان چارواکي د اسلام اباد پرنیت شک کوي. کرزي پاکستان تورن کړی چې د وسله والو طالبانو او نورو سخت دریځو ملاتړکوي.

له راپور سره سم پاکستان په دې برخه کې اوږده سابقه لري او له وسله والو یې په تیره بیا د هند پرضد د وسیلې په توګه کار اخیستی دی.

هند دغه راز په پاکستان کې میشتې وسله والې ډلې په کابل کې پرخپل سفارت او جلال اباد کې پر قونسلګرۍ او د هندي کارکونکو د اوسیدو پریوې مسافرخانې په حملو کې په لاس لرلو تورنوي.

پاکستان بیا دغه ادعاوې بې ځایه بولي او هند تورنوي چې د دې هیواد په بلوچستان ایالت کې په پټه بیلتون غوښتونکي د حکومت پرضد لمسوي.

پاکستان په جلال اباد او کندهارکې د هند د قونسلګریو په اړه هم پوښتنې راپورته کړي دي.
خو په هرصورت د پاکستان د ځواکمن پوځ لپاره سترمصیبت دادی چې په ختیځ کې دښمن هند اوپه لویدیځ کې یوداسې افغانستان ولري چې ورسره جوړنه وي او هند یې هم ترشا ولاړوي.

له نواز شریفه د سعودي عربستان د ملاتړ له امله له پاکستان سره د ایران اړیکې هم سړې شوې دي.

د پاکستان متقاعد جنرال طلعت مسعود وایي، پاکستان داسې انګیري چې ګواکې ترخوا او شایې د ښمنو هیوادونوکړۍ راچاپیره کړې ده.

سناټور پشتون وایي، دی اندیښنه لري چې که افغانستان مهم ګاونډی له پامه وغورځوي دا کاربه ناوړه عواقب ولري.

د ده په وینا حکومت یې هند ته په ښه سترګه ګوري او زیاتوي، دیرش کاله یې هیواد په جګړه کې ښکیل و او نه غواړي چې دیرش کاله نور جګړه وګوري.