هلمند: د سرې کلا او ملخان سیمې د مخالفینو له موجودیته پاکې شوې

د هلمند چارواکي وایي، چې د دې ولایت په خانشین او دیشو ولسوالیو کې د پيل شوو عملیاتو په ترڅ کې د سرې کلا او ملخان سیمې د مخالفینو له موجودیت څخه پاکې شوې.

د سرحدي ځواکونو له عمومي قومندانۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، چې په دې عملیاتو کې چې له لسو ورځو راهیسې پیل شوي، نهه وسله وال مخالفین نیول شوي دي.

خانشین او دیشو د هلمند سرحدي ولسوالۍ دي چې وخت ناوخت په کې امنیتي پیښې رامنځ ته کېږي.

تراوسه د حکومت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل لورته د تخار چارواکي وایي، چې یوه کس خپل نهه کلن ورو په چره یي ټوپک وژلی دی.

د دې ولایت د والي ویاند سنت الله تیمور ازادي راډیو ته وویل، چې دا پیښه نن ددې ولایت په درقد ولسوالۍ کې شوې او په اړه یې تحقیقات پيل شوي دي.