شل تنه محصلین د سنتي طب په برخه کې د زده کړې لپاره هند ته لېږل کیږي

دا لومړی ځل دی چې د ښځو چارو وزارت یو شمېر ښځینه او نارینه زده کوونکي د سنتي طب په برخه کې د زده کړې لپاره هندوستان ته لیږي.

د دې وزارت د روغتیایي چارو سلاکار عبدالعزیز ابراهیمي آزادي راډیو ته وویل چې؛ دغه کسان به په نږدې راتلونکې کې هندوستان ته ولیږدول شي.

ابراهیمي وایي چې، دغه زده کوونکي د هندوستان د لا ښه اوسیدو هنر په نوم پوهنتون کې د سنتي طب په بیلابیلو برخو کې زده وکړي.

"ټاکل شوې ده شل تنه افغان محصلین د سنتي طب د زده کړې لپاره هندوستان ته ولیږل شي. دوی به د یوناني طب، درمل جوړولو او د طبیعي بوټو د کارولو په برخه کې زده کړې وکړي.

رواني او یوناني طب هم د سنتي طب یوه برخه ده، په ورته وخت کې په سنتي طب کې عصري طب ته هم ځای ورکړل شوې دې."

دا چې د سنتي طب په برخه کې به دغه زده کوونکي د کومې پروسې له مخې او د څومره وخت لپاره هندوستان ته د زده کړې لپاره ولیږل شي؛ د ښځو چارو وزارت وایي، دا معلومات به وروسته خپاره شي.

د عبدالعزیز ابراهیمي په خبره سنتي طب له شاوخوا شپږ زره کلونو را پدېخوا دود دې چې رواني او یوناني طب یې هم برخې دي.

مخکې تر دې هم د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت له خوا ځینې زده کوونکي؛ هندوستان، ترکیې، تاجکستان او ځینو نورو هېوادونو ته زده کړې لپاره لیږل شوي دي.

بل خوا د روغتیایي چارو یو شمېر کتونکي هم د ښځو چارو وزارت دغه کار د افغانستان د روغتیايي څانګې د کچې لوړېدو په برخه کې ګټور بولي.

ډاکټر امین الله توخي وایي چې، باید په نورو برخو کې هم زده کوونکي بهرنیو هېوادونو ته د زده کړې لپاره ولیږل شي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر افغانان له عصري طب نه سنتي او یوناني طب ته لومړیتوب ورکوي.

ځینې افغانان په ځانګړې توګه د لیرې پرتو سیمو اوسیدونکي د کیمیاوي درملو پر ځای لا هم له یوناني درملو څخه کار اخلي.