پکتيا : د څمکنيو ښار کې دې نقشه عملي شي

د پکتيا څمکنيو ولسوالۍ چې د شپږو لويو ولسواليو مرکز ګڼل کيږي اوسېدونکي وايي، چې د دوی د ښارګوټي د پراختيا له پاره دې نقشه جوړه او تطبيق شي.

د پکتيا څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دغه ولسوالۍ کې دې د ماسټرپلان له مخې نقشه تطبيق شي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ښاروالۍ د نه پاملرنې له امله دوکانداران او اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي او زياتوي چې د ښاروالۍ امريت له لوري د ښار د ښکلا او پراختيا له پاره هېڅ ډول پلان نه دی پلی شوی.

د څمکنيو د اوسېدونکو په خبره چې په ياده ولسوالۍ کې تر دې مهاله په ښار کې هېڅ ډول پراختيايي پلان نه دی تطبيق شوی او ښار ورځ تر بلې تنګيږي.

دوی دا هم وايي چې د ښاروالي له نقشې پرته مارکېټونه جوړېږي چې د نورو مارکېټونو مخه نيسي او سوداګرو ته يې ګڼې ستونزې راولاړې کړې دي او ښار يې بې نظمه کړی او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي:

"زه الماس د څمکنيو اوسېدونکی ، تر اوسه پورې په څمکنيو کې نقشه نه ده پلې شوې، ټول ښار چټل شوی ښاروالي يې پراخوالي ته هېڅ پاملرنه نه کوي، ښار کې ګډوډ دوکانونه زيات شوي دي او ښار ورځ تربلې پسې تنګيږي"

"زه سيد مسلم، د څمکنيو اوسېدونکی دلته حکومت کارنه دی کړی، ټول ښار په بې نقشې ډول جوړ شوی او همداسې پراخيږي، موږ له حکومت څخه غواړو چې د ښار د پراختيا له پاره يو څه کار وکړي او ښاروالي بايد د دې ښار له پاره يوه سمه نقشه جوړه او تطبيق کړي، اوس هر سړی په خپل سر مارکېټونه جوړوي"

د خلکو دا شکايتونه په داسې حال کې راپورته کيږي چې دڅمکنيو ولسوالۍ ښار د تنګوالي له امله ډېرو هټيوالو او کاروباريانو کار د سړکونو او واټونو پر سر روان کړی دی .

خلک دا هم وايي، چې که چېرته د څمکنيو ولسوالۍ د ښار پراختيا ته پام وشي په دې سره به د سيمې ښکلا څو چنده او ښاريان اسوده شي:

"که حکومت فکر وکړي او نقشه تطبيق شي، يو خو به ښار ښکلا ورسره پيدا کړي او بل به خلک بې ځايه تاوان څخه خلاص شي"

موږ هڅه وکړه چې د څمکنيو ولسوالۍ د ښاريانو ستونزې د ګردېز ښاروال سره يادې کړو، خو دوی يې په اړه د خبرو کولو څخه ډډه وکړه.

راپور – داود تپان – پکتيا