د کورنیو بې ځایه شوو د ستونزو د حل پالیسي اعلان شوه

افغان حکومت د کورنیو بې ځایه شوو کډوالو د ستونزو د هواري په هدف یوه ملي پالیسي اعلان کړه.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وایي، د دې پالیسۍ په عملي کیدو سره به د کورنیو کډوالو ستونزو ته دایمي حل لاره پیدا شي.

په افغانستان کې د یوناما مسئولینو هم ژمنه وکړه چې؛ د دې پالیسي په عملي کیدو کې به له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

کورني بې ځایه شوي کډوال د دې پالیسۍ هرکلی کوي خو له حکومته غواړي چې په ښه توګه یې عملي کړي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر ډاډ څرګند کړ، چې که دغه پالیسي په سمه توګه عملي شي، پنځه کاله وروسته به په افغانستان کې کورني بې ځایه شوي کډوال پاته نه شي.

جماهیر انوري وویل، چې په دې پالیسۍ باندې یې د ۲۰۱۲ کال له جولای میاشتې کار پیل کړی او د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره د هرې ادارې مسئولیت په کې مشخص شوی.

ښاغلي انوري د سې شنبې په ورځ د دې پالیسۍ د معرفي کیدو په غونډه کې له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د دې پالیسۍ په عملي کیدو کې خپل مسئولیتونه په سمه توګه ادا کړي:

"په دې پالیسي کې د کډوالۍ د مخینوي اقدامات مشخص شوي، د مرستو او بشري حقونو په تائمین او اصلي ځایونو ته د کډوالو په بیرته ستنیدو ټینګار شوی، په پالیسي کې د کډوالۍ د دایمي حل لارې لارښوونه هم شوې، زه د کډوالو د وزیر په توګه ژمنه کوم چې که په دې پالیسۍ عمل وشي، تر پنځو کلونو پورې به کورني بې ځایه شوي کډوال پاته نه شي. "

په افغانستان کې دا مهال شااوخو شپږلک او یودیرش زره کورني بې ځایه شوي کډوال موجود دي چې ځیني یي تر سختو شرایطو لاندې شپې ورځې تیروي.

د کډوالو چارو وزیر له نړېوالې ټولنې او نورو مرسته کوونکو ادارو څخه وغوښتل چې ددې پالیسۍ په عملي کیدو کې ورسره مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال مارک بودین دا پالیسي د کډوالۍ د پای ته رسیدو لپاره د حکومت پیاوړې اراده وبلله او ژمنه یې وکړه چې له عملي کیدو سره به یې مرسته کوي:

"دا د هغو ژمنو د عملي کیدو یوه پیاوړې اشاره ده چې غواړي بې ځایه کیدل پای ته ورسوي، ددې پالیسۍ د عملي کیدو چلنجونه دوامداره ژمنو اوسیاسي ارادې ته اړتیا لري، زه یوځل بیا ژمنه کوم چې ملګري ملتونه به خپلې مرستې زیاتې کړي تر څو تاسو دا هدف ترلاسه کړی."

مارک بودین زیاته کړه، ددې پالیسۍ په عملي کیدو کې باید د کډوالو نظرونه هم وپوښتل شي او د هغوی د نظریاتو په اساس اقدامات وشي.

کورني بې ځایه شوي کډوال دا پالیسي د خپلو ستونزو د هواري لپاره ګټوره بولي خو له حکومت او اړوندو ادارو غواړي چې باید عملي کیدو ته یې هڅه وکړي.

دوو تنو کورنیو کډوالو ازادي راډیو ته داسې وویل:

"۱ - نوم مې روګل دی، نن هغه کتاب جوړ شوی خو باید عملي جامه ورواغوندي، حکومت او کډوالو چارو وزارت یې باید عملي کړي، مونږ ته دې سرپنا راکړي، مکتب دې راکړي، زه داسې یم باید زما لور او زوی داسې نه وي، مونږ ته دې ځایونه راکړي او مونږ دې له دې احتیاجۍ نه خلاص کړي.

۲ - نوم مې عبدالبصیر، خلک د اوبو مشکل لري، د کور د جوړولو مشکل لري، له یوه طرفه څخه تاوتریخوالی دی، بل طرف ته وچکالي او بې کاري ده."


په افغانستان کې د کورنۍ کډوالۍ عوامل ترډیره ناامني، بې کاري او طبعي آفتونه دي.

د څیړونکو په باور ترڅو چې د هیواد امنیتي وضعه د ډاډ وړ او خلکو ته کاري زمینې برابرې نه شي، د کډوالۍ پای ته رسول به له امکانه لرې وي.

راپور: اسدالله "لودین"