په ننګرهار ولایت کې پسرلۍ شو

د پسرلي موسم په راتګ سره په ټول هېواد کې د نیالګيو کښينولو کمپاین پيلیږي، خو دا کمپاین د نورو ولایتونو په نسبت په ننګرهار کې وړاندې راغی.

په همدې خاطر د سې شنبې په ورځ د ننګرهار والي مولوی عطاالله لودین د د نیالګیو د کښينولو کمپاین د ولایت په شاهي مانۍ کې د یوه نیالګي په کښينولو پيل کړ.

نوموړي د نیالګیو کښینول د هېواد د ارامۍ او نیکمرغۍ لپاره نیک پال ونیو او په خبره يې، چې سږ کال به شاوخوا څلور میلیونه نیالګي د ننګرهار په مختلفو سیمو کې کښينول شي:

"الله تعالی دې دا پسرلۍ د نیکمرغۍ او خوښۍ پسرلۍ کړي، سږ کال به موږ څلور میلیونه نیالګي وکرو، چې له دې سره به د ډيرو امراضو مخه ونیول شي او بل د چاپيریال ساتنې په برخه کې هم ډير مهم اغیز وکړي."

بل خوا د کرنې رييس انجينر محمد حسین ساپي وویل، چې په دې څلور میلیونه نیالګیو کې یو میلیون ثمر لرونکي بوټي دي، چې د کرنې او کانال ریاستونو له خوا تولید شوي دي:

"په حدود د څلور میلیونه ونې توزیع شوي،چې له دې څخه یو میلیون ونې مثمر دي،چې په کې د نارنجانو ونې هم شامل دي،او یو میلیون زینتي ونې او دوه میلیونه نور نیالکي بیا غير مثمر دي،چې موږ له وړاندې نه ټولو دولتي ځایونو ته ونې توزیع کړي، نورو هېوادوالو ته بیا د ښار په نیمايي بیه توزیع کیږي"

هر کال په میلیونونو نیالګي کرل کیږي،خو له دې کچې نه ډير کم يې زرغونیږي او زیات شمېر يې د ولسونو د نه پاملرنې له امله له منځه ځي.

د ننګرهار والي مولوی عطالله لودین هم پر ولسونو غږ وکړ،چې د خپل زړه راښوونکي چاپيریال او سمسور ننګرهار لپاره په خپلو سیمو کې نیالګي وکري او ترې پوره ساتنه وکړي تر څو له یوې خوا خپلې سیمې او ښار ته ښکلا ورکړي او دارنګه د هوا د ککړتیا مخه به هم ورسره ونیول شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری