د بلوچستان د ډله ييز قبر د جسدونو په اړه يو قضايي کميسون پلټنې کوي

په بلوچستان کې يوه اوونۍ وړاندې له اجتماعي قبره د ترلاسه شويو جسدونو د پېژندلو او معايناتو لپاره ټاکل شوې طبي ډله په کار بوخته ده، د پاکستان سترې محکمې هم د دغو مړيو د وژنو په اړه د پلټنې امر کړى دى.

هلته د ورکو بلوڅو اتحاديه او د بلوڅو يو ملتپال ګوند اندېښنه څرګندوي، چې زرګونه ورک بلوڅان ممکن په داسې نورو اجتماعي قبرونو کې ښخ کړاى شوي وي.

د تېرې جنورۍ پر پينځويشتمه نېټه د کراچۍ او کوټې ترمنځ د بلوچستان د خضدار سيمې په توتک نومې ځاى کې د يوه شپانه په لارښوونه يو ډله ييز قبر وموندل شو، چې لومړى ترې څلور او بيا نور جسدونه را و ايستل شول. د بلوچستان داخله وزارت له ډله ييز قبره د ديارلس جسدونو د تر لاسه کېدو خبر ورکړى وو.

د ډله ييز قبر موندنې د ورکو بلوڅو کورنۍ اندېښمنې کړې او په خلاف يې احتجاجي مظاهرې وکړې، دوى ادعا وکړه، چې په دې ډله ييز قبر کې د دوى ورک خلک هم شامل دي. د آواران سيمې يو اوسېدونکى ډاکټر زباد علي بلوڅ هم له ډله ييز قبره د خپلو ورکو وروڼو د جسدونو د تر لاسه کېدو ادعا کوي:

"د ٢٠١٣م کال د اکتوبر پر څلورمه زما دوه وروڼه يووړل شول او لادرکه کړاى شول، څلور مياشتې وروسته دا دى د خضدار له توتک سيمې په تر لاسه شويو جسدونو کې وپېژندل شو، چې نصيراحمد نومېږي، دويم محمدعمر بلوڅ لا ورک دى، هغه لا نه دى پېژندل شوى، خو زه غوښتنه کوم، چې د هغه جسد هم بايد وپېژندل شي او موږ بېغمه شو چې هغه وژل شوى دى"

د بلوچستان ايالتي حکومت له ډله ييز قبره د تر لاسه شويو جسدونو د ډي اين اې معايناتو او د دوى د وژنې په اړه د پلټنو لپاره يو څلورکسيز قضايي کميسون و ټاکه، چې مالومه کړي دغه کسان څوک دي او چا وژلي دي.

د بلوچستان نېشنل ګوند يوه مشر ډاکټر جهانزېب جمالديني خبري غونډې ته په وينا کې له ډله ييز قبره د تر لاسه شويو جسدونو شمېر د سيمې د خلکو له خولې تر حکومتي شمېر زيات وښوو او اندېښنه يې څرګنده کړه، چې د هغوى مړي له معايناتو پرته بيرته خاورو ته سپارل کېږي:

"قريباً پينځويشت شپږويشت جسدونه تر لاسه شوي دي او هغوى بيرته خاورو ته سپارل کېږي او د ټولو شواهدو د له منځه وړلو هڅه کېږي، زه شکمن يم، چې پر دې باندې به يو ځل بيا پرده و غوړول شي او تر اصل مجرمينو پورې تر رسېدو مخکې به د دې پېښې د پټېدو او ختمېدو هڅه وشي. موږ غوښتنه کوو، چې د خداى لپاره د انسانيت په خاطر د چا خپل خپلوان چې هر ځاى ښخ وي، هغه دي را و ايستل شي، خپلو خپلوانو ته دي وسپارل شي، چې د هغوى زړونه تسل شي او په خپلو هديرو کې يې ښخ کړي"

د ورکو بلوڅانو د ملاتړ اتحاديې ادعا کړې، چې له ډله ييز قبره په تر لاسه شويو جسدونو کې درې د دوى د ورکو خلکو جسدونه دي. له دې ادعا سره سم د پاکستان د سترې محکمې قاضي القضات تصدق حسين جيلاني له خپل جانبه د دې دوسيې د پلټنې امر صادر کړى.

د بلوچستان د سياسي چارو کارپوه شاهزاده ذوالفقار وايي که دا جسدونه د ورکو خلکو وي، دا به نړۍ ته د زرګونو ورکو خلکو ورکېدا او د هغوى په تشدد وژنه ثابته کړي. شاهزاده ذوالفقار وايي له ډله ييز قبره د جسدونو شمېر ښايي د دېرشو او پينځوس تر منځ وي، خو خلک او خبريالان يې له ډاره کره شمېر نه شي ښوولاى:

"هلته خلک او خبريالان ډېر محتاط دي، وېرېږي او په ټليفونونو هيڅ خبرې نه کوي، ازادې سرچېنې د دېرشو او پينځوسو تر منځ جسدونه يادوي. پر جسدونو چونه اچول شوې، خو د طبي معانياتو رپوټ به راشي، چې آيا په مرمۍ ويشتل شوي، لومړى يې وژلي دي او که په ژوندوني يې چونه پر شيندلې ده. تر اوسه چې احتجاجونه کېږي، خپلواکي غوښتونکي وايي چې دا زموږ خلک دي. تر اوسه خو دا خبره کېده، چې دلته ظلمونه کېږي، خو دا ډله ييز قبر- چې پر مړيو يې چونه شيندل شوې- دا ښيي، چې دا خلک وژل شوي او مړيو ته يې سپکاوى شوى دى، دا ډول ظلم خو د نازي جرمنيانو په وخت کې شوى دى"

د پاکستان د دولتي ټلويزون د خبر له مخې د بلوچستان داخله وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د خضداره له ډله ييز قبره د موندل شويو جسدونو لپاره ټاکل شوى قضايي کميسون به هراړخيزې پلټنې وکړي او په يوه مياشت کې دننه به يې نتايج خپاره کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کميسون له اجتماعي قبرو د تر لاسه شويو مړيو پر پېښه اندېښنه څرګنده کړې او په خپره کړې يوه اعلاميه کې يې د بلوچستان له ايالتي حکومته غوښتنه کړې، چې وژل شوي کسان بايد په ژورو طبي معانياتو و پېژندل شي، د وژنې علت يې څرګند شي او قاتلين يې بايد د قانون منګولو ته وسپارل شي.

رپوټ: بارکوال مياخېل، کوټه