خپله د زیږون نېټه درمالومه ده!؟

خپله د زیږون نېټه درمعالومه ده او که نه؟ که نه وي درمالومه له کومو ستونځو سره مخ شوي يئ؟

د دې اوونۍ د تاندې څانګې په سر کې په تذکره کې د زيږون نیټې په اړه د ځينو ځوانانو تشویشونه او مشکلات هم څېړو او د خپرونې په دوهمه برخه کې مو یوې امریکا مېشته ژورنالیستې او د ځوانانو فعالې بریښناتحریک سره مرکه کړې.

په ټولنيزو شبکو خصوصاُ فېس بک کې د عیسوي کال د جنورۍ لومړۍ یاني د لومړۍ میاشتې لومړنۍ نیټه د ګڼو افغانو ځوانانو د زیږون ورځ وه، زما په ملګرو کې د 409 کسانو د زیږون ورځ همدا وه. خو ریښتیا دا دي چې له دوی یې زیاتره په دې ورځ ندي پېدا شوي بلکې دا نېټه ورته اسانه ښکاره شوې او لیکلې یې ده.

ځینې ځوانان وايي چې د زیږون نېټه یې یا ورکه شوې او یا نده ورمعلومه، خو که کله یې له خپل مور او پلار یا له نورو مشرانو پوښتنه کړې، نو یا ورته ویل شوي چې د ژمي واورې ورېدې چې پېدا شوې، یا ورته ویل شوي چې د روژې لسمه یا شلمه وه، عجیبه ځوابونه ورکول کیږي. خو هېواد بیا له خپله پلاره ډیر خوشاله دی چې د ده د زیږون نېټه یې د قرآن شریفونو او کتابونو په یوه تخته لیکلې.

ذبیح الله قرار وايي چې خلکو د ځان د خوشالولو لپاره دا یوه بهانه جوړه ده چې خپله کلیزه ولمانځي خو له موږه دا بهانه هم اخيستل شوې، جاوید اوربل هم چې کله ځینې نور ملګري او همځولي ویني چې خپله کلیزه لمانځي نو دی د یوې نیمګړتیا احساس کوي، ځکه اوس د خپلو کشرانو د زیږون نېټه له ځانه سره ساتي.

یو بل مشکل په تذکره یا پاسپورټ کې په اټکلي ډول د زیږون نیټې لیکل دي، خو د کورنېو چارو وزارت د نفوسو او احوالو د ثبت د څېړلو عمومي ریئس میرعبدالرحمان معقول وايي چې ګڼو افغانانو ته خپله د زیږون دقیقه نېټه نده ورمعالومه ځکه په تذکره کې د اټکل او یا د ځینو مالوماتو له مخې د پېدایښت نېټه ورته لیکي، خو دی وايي چې اوس یې د حل یوه لار ورته سنجولې ده:

"د افغانستان په سلو کې ۹۰ فیصده میندو او پلرونو د خپلو اولادونو د زیږون نیټه نده یادښت کړې. ښه خبره خو دا ده چې مور او پلار یې باید له ځانه سره ولیکي، د همدې لپاره مو د ماشومانو د زيږون کارتونه ورته پېل کړي، چې باید د پېدايښت نیټه یې ثبت شي. دوهمه خبره... پخوا خو د ماشومانو د پيدايښت ورځ معلومه نه وه نو چې تذکره به یې ورته اخیسته، مور، پلار به یې ویل چې اوس فرضاً لس کلن دی، نو موږ به ولیکل چې مثلاً په 1393 کال کې 18 کلن دی. خو په نویو الکترونيکي تذکرو کې به د دې په ځای د دوی د زيږون کال ولیکل شي. دريمه... دا خبره باید وکړم چې لومړی له تذکره جوړونکي د عمر پوښتنه کیږي، بیا چې کوم خپل خپلوان یا مور او پلار ورسره وي له هغوی پوښتنه کوو، خو که معلومه نه شوه، نو د مجبورۍ له مخې د دوی ظاهري بڼې ته په کتو سره په تذکره کې عمر ورته لیکو. خو د زيږون نیټې کارتونو له عامېدو سره به دا مشکل حل شي."

بریښنا تحریک!

لکه څنګه چې موږ په تاندې څانګې کې د ځوانانو په ستونځو، د هغوی د حل لارو او د دوی د لاس ته راوړنو په اړه خپرونې جوړوو، بریښناتحریک همداسې ټلويزوني خپرونې د امریکا په کلفورنیا ایالت کې د خپلو افغانو ځوانانو لپاره جوړوي. بریښناتحریک هغه افغانه پيغله ده چې یوازې ژورنالیسته نده، د امریکا په یوه پوهنتون کې استاده هم ده، پېلوټي یې هم کړې او د پښتو او دري تر څنګ یې څلور نورې ژبې هم زده دي او اوس ماسټري کوي.

بریښناتحریک په کلفورنیا کې له اوو کلونو راهيسې له یوه ټلويزون سره چې د افغانانو لپاره خپرونې جوړوي؛ د ځوانانو خپرونو ویاندويي کوي او چمتو کوي یې، بریښنا وايي چې پخپلو خپرونو کې د ځوانانو ستونځې او فعالیتونه رانغاړي.

ما ویل زموږ د یوې سروې یا څېړنې له مخې چې تېرکال مو کړې وه، د افغانو ځوانانو له لویو مشکلاتو یې بېکاري، تعليمي او امنيتي ستونځې او د واده لوړ مصارف دي، چې دوی ترې ځورويږي، په اروپا کې افغان ځوانان له کومو ستونځو سره مخ دي، نو بریښنا تحریک وویل چې هلته زیاتره افغان ځوانان په نیم کې زده کړې پرېدي او د پيسو ګټلو ته مخه کوي.

بریښنا همدا راز وايي چې ځینې افغان ځوانان چې اروپايي هیوادونو ته راشي نو خپل هويت ورکوي، خو د دې په څېر ګڼ ځوانان شته چې خپله ژبه او خپل هویت ساتي.
د بریښناتحریک په وینا په امریکا کې د ځوانانو د یوې فعالې او د ښو ژورنالیستيکي هڅو له برکته ګڼ شمېر ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شوي.

ډیره خوشاله یم چې افغان ځوانان اوس تر ماسټري او دوکتورا لوړې زده کړې کوي، دوی دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او ځانونه دې پخپله ورسوي، دا خبره هم بریښنا تحریک د خپلو خبرو په پای کې کوي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې