کابل ښاروال د ځینو ناحیو د ریسانو له خوا په اداري فساد تورن شو

د کابل ښار د ځینو ناحیو ريسانو او استازیو، کابل ښاروال په اداري فساد او د غیر قانوني کارونو په ترسره کولو تورن کړ.

دوی چې شمېر یې سلګونو ته رسیده، د پنجشنبی په ورځ یي په کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل، د کابل ښاروال پرضد یې د اداري فساد کره اسناد راټول کړي.

دوی له حکومته وغوښتل چې، د کابل ښاروال او د ده د ټیم پرځای دی، نوي کسان وګماري او له هغوي سره دې قانوني چلند وکړي.

کابل ښاروالۍ مسئولین وایي، دوي دا شکایتونه تر اوسه نه دي څیړلي خو داسې اسناد په کې هم شته چې له پخوانیو ښاروالانو پورې اړه لري.

په ولسي جرګه کې د کابل ولایت ځیني استازي او د کابل ښار د یو شمېر ناحیو ريیسانو او استازو وویل، کابل ښاروال په اداري فساد کې ښکېل او د خپل کار په موده کې یي یو لړغیر قانوني کارونه کړي دي.

دوي چې شمېر یي شاوخوا درې سوو ته رسیده، د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې په یوې ناسته کې وویل، د کابل ښاروال پر ضد یي کره اسناد راټول کړي او ولسي جرګې ته یي سپارلي دي.

په دې اعتراضیه غونډه کې د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو د کمیسیون مسئولینو وویل، د کابل ښار د خلکو ور رسیدلي شکایتونه او اسناد یي څیړلي او د جرګې د کورنیو اصولو سره سم یي کابل ښاروال د جرګې عمومي غونډې ته استجواب کړی، خو نوموړي تر اوسه دې غونډې ته حاضر شوی نه دی.

د ولسي جرګې غړي حاجي مهدي وویل:

«کابل ښاروالۍ هره ورځ په کابل ښار یو سړک رنګوي او سبا خراب وي. ښاروالۍ خلکو ته وعدې هم ورکوي خوعمل پرې نه کوي. خلک مجبور دي چې پر ضد داسې غونډې جوړې کړي.

موږ به لومړې غوڼده له ښاروالۍ څخه پیل کړو."

د جرګې بل غړي احسان اله صاحب زاده وویل، په کابل ښار کې د پل تخنینک پوهنتون له مخې څخه د سیلو تر مخې پورې ځمکه، چې د داووخان په وخت کې استملاک شوې وه، کلونه کلونه په کې خلکو د دولتي ځمکې په نامه ښاروالۍ ته اجارې او کرایې ورکړي دي، اسناد یې موجود دي، خو کابل ښاروال په جعلي قبالو دغه ځمکه نورو خلکو ته د لوړو پوړو ودانیو لپاره ورکړې ده.

ده نور مثالونه هم ورکړل او د خلکو یو لړستونزې یې هم بیان کړې.

ده دا هم وویل، کابل ښاروال دې پوښتنو ته ځوابونه نه دي ویلي خو دوي هرو مرو د دې پوښتنو ځوابونه غواړو.

دوي وویل، که حکومت، د دوي غوښتنې ونه مني، د کابل ښاروالۍ او د ده د ټیم پر ضد به اعتراضونو ته دوام ورکړي.

راپورونه وایي، کابل ښاروال، په دې وروستیو کې د درملنې لپاره بهر ته تللی دی خو د دې ادارې د خپرونو ريیس قادر ارزو ازادۍ رادیو ته وویل، په دې اعتراضونو کې شخصي عقدې هم ورګډې دي:

«څومره به ښه وای چې د ملت او د خلکو استازی یوه دقیقه محاسبه وکړي چې پخوانیو ښاروالانو دوي ته څه کړي دي؟ که پر یو ارګان نقد کېږي باید ښه او بد، دواړه یې وویل شي.

دا ادعاګانو د نواندیش له دورې پورې اړه نه لري او بله دا چې شخصي عقدې هم په کې شاملې دي.»

په افغانستان کې د دولتي ځمکو غصبیدل نوې خبره نه ده، بلکې په وروستیو کلونو کې دا مساله، خلکو او دولت ته په یوې ستونزې اوښتې ده.

د ښاري پراختیا وزارت وایي، هره ورځ په هېواد کې شاوخوا زر جریبه دولتي ځمکه د جعلي اسنادو په ذریعه، د زور ورو له خوا غصبیږي او د دې وزارت د پراختیایي پروژو مخه نیسي.

راپورونه وایي، په دې مسالو کې اکثره د ولایتونو ښاروالۍ ښکېلې دي.

عدلي او قضایي اداري وایي، په مختلفو حکومتونو کې یوې ځانګړي ځمکې ته بیا بیا قبالې ورکړل شوي، دوي یي څیړل پیل کړي خو وخت ته ضرورت لري.

راپور: خان محمد سیند