"په افغان بازارنو کې دا مهال ۹۰ فیصده بې کیفیته تیل او ګاز خرڅیږي"

د افغانستان د نفتي موادو او ګازو عمومي ریاست وایي، د هېواد په بازارونو کې دا مهال نوي فیصده بې کیفیته تیل او ګاز خرڅیږي.

دد ې ادارې مشر د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دا ډول نفتي مواد استعمال چاپیریال او روغتیا ته ډیر زیان لري.

خو د افغانستان د نورم او ستندرد ملي اداره دغه ادعا ردوي او وایي، هغه تیل او ګاز چې په رسمي بڼه هیواد ته را دننه کیږي له ښه کیفیت څخه برخمن دي.

د افغانستان د نفتي موادو او ګازو عمومي ریاست وایي، د دوي او اړوندو ادارو له هڅو سره سره تر اوسه هېواد ته د بې کیفیته تیلو د را واردیدو مخه نه ده نیول شوې.

د دې ادارې مشر فریدالله شیرزی وایي چې؛ د هېواد په بازارونو کې دا مهال نوي فیصده تیل او ګاز بې کیفیته دي.

ښاغلي شیرزي د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې ددې ډول موادو استعمال چاپیریال او د انسانانو روغتیا ته خطرناک دي:

(دا کوم ګاز چې دي اتیا فیصده بې کیفیته دي، دا کوم تیل چې اوس په بازارونو کې دي دا نوي فیصده بې کیفیته دي، دا مسئولیت په بشپړه توګه د نوم او ستدرد ادارې ته راجع کیږي چې مخه یې ونیسي، دلته پوښتنه نشته، یو څوک یوه کیلو ګاز اخلي، هغه نه لګیږي، کله چې هغه ګرم شي انفجار کوي او یوه کورنۍ له منځه وړي.)

نوموړی وایي چې؛ ددې ستونزې د هواري لپاره یې تیره اونۍ د افغانستان جمهوري ریاست ته هم پیشنهاد کړی دی.

بل لورته روغتیایي کارکوونکي هم وایي چې د بې کیفیته تیلو او ګازو استعمال د ډول ډول ناروغیو سبب ګرځي.

افغانستان خپل د ضرورت وړ تیل او ګاز تر ډیره د منځنۍ آسیا له هیوادونو او ایرانه را واردوي.

خو د افغانستان د نورم او ستندرد ملي اداره چې د وارداتي موادو د کنټرول دنده په غاړه لري دغه ډول ادعاوې بې اساسه بولي.

ددې ادارې مرستیال مجیب الرحمان خطیر وایي، همدا مهال د هیواد په شمالي او لویدیځو بندرونو کې دوی مجهز لابراتوارونه لري چې وارداتي توکي چک کوي.

ښاغلي خطیر ازادي راډیو ته وویل چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې یوازې په لویدیځو بنادرو کې درې سوه او اتیا ټانکره بې کیفیته تیل مسترد کړي دي:

(د افغانستان د ستندرد ملي اداره همدا اوس په شپږو بندرونو کې خپلې نماینده ګۍ لري، په اسلام قلعه، تورغندي، نیمروز، شیرخان بند، حیرتان او عاقینې بندرونو کې مجهز لابراتوارونه لرو، چې د بهرنیو او کورنیو متخصصینو په کمک دغه نفتي مواد چې په رسمي ډول افغانستان ته راځي چک او کنټرول کیږي.)

نوموړی وایي، ممکن هغه تیل او ګاز بې کیفیته وي چې د هیواد له سرحدونو څخه په قاچاقي ډول افغانستان ته راځي.

له تیلو او ګازو سربیره دا مهال د را واردیدونکو خوراکي موادو او درملو د خراب کیفیت په اړه هم انتقادونه او شکایتونه موجود دي.

افغان حکومت د بې کیفیته موادو د مخنیوي لپاره د نورم او ستدرد په نوم اداره جوړه کړې، خو ددې ادارې له فعالیتونو سره سره هم تراوسه د بې کیفیته موادو مخه نه ده نیول شوې.

راپور: اسدالله لودین