"په هغه وخت کې موږ په ډېر بد حالت کې وو، له یوه طرفه د روس له لاسه؛ له بل طرفه د پاکستان د ای اېس ای له لاسه او له بل طرفه د تنظیمونو له لاسه. هلته نږدې وو چې موږ دا عقیده له لاسه ورکړو؛ چې موږ باید د روس په ضد جهاد وکړو او دا جهاد د مقاومت جنګ دی؛ دا موږ نه شو ویلای، دغې سپېدې دا ویلای شو او دغه عنعنه چې څوک دا خبره وکړای شي، لیکوال دا زړورتیا ولري سپېدې رواج کړه."
استاد پسرلي په دې فقیرانه اکاډمۍ کې چې د خپلو غونډو لپاره یې یو مناسب ځای لا نه درلود له شعره نیولې تر کیسې او له نقده نیولې تر ادبي تحقیق او څېړنو پورې د بېلابېلو صنفونو مینه وال راټول کړل او اونیزې غونډې به یې کولې. دا غونډې به د یوه ښوونځي یا پوهنتون د درسونو په څېر نه قضا کېدې.
"استاد محمد صدیق پسرلی داسې یو شخص و؛ چې د ځوانانو هڅولو ته یې ډېره پاملرنه کوله، د ده شاوخوا ته ډېر ځوانان راټولېدل، ده ته به ورتلل او له ده څخه به یې زده کړه کوله."
د افغان شاعرانو ځوان نسل ته په خاص ډول د مرحوم پسرلي قدر ورمعلوم دی. په ځوانو لیکوالو او شاعرانو کې به د هغو ځوانانو شمېر ډېر کم وي چې؛ په افغان ادبي بهیر کې یې زده کړې نه وي کړي؛ خو حتی همدا ځوانان هم د استاد پسرلي ځای د افغانستان په اوسني فرهنګي تاریخ کې پېژني.
پامیر ساحل ښايي له څو هغو محدودو ځوانانو څخه وي چې؛ استاد پسرلی یې نه دی لیدلی خو دا ځوان شاعر، لیکوال او ژورنالیست وايي چې؛ د مرحوم استاد شاعري یې لوستې او داسې ورته ښکاري چې دی له خپلې زمانۍ څخه ډېر مخکې و:
"د استاد پنځونې مت ته هغه ژوند راښيي چې، موږ ورته مهذب یا متمدن ژوند وایو؛ کله یې چې زه شعر لولم نو ماته داسې ښکاري د ده فکر له اوسني مهال پېره چې اوس موږ افغانان په کې اوسو له ده څو لسیزې مخکې دی، یعنې ډېر متمدن او ډېر جدید فکر لري.
دی هم د افغانستان د ناورین له کبله ونه توانید چې په هاغسې حالاتو کې ژوند وکړای شي او نه موږ تر اوسه توانیدلي يو."
د استاد پسرلي د مړینې په ورځ پر ټولنیزو شبکو د نورو زرګونو پیغامونو ترڅنګ د افغان ادبي بهیر یوه لاروي مجیدقرار پر خپله پاڼه ولیکل د عمر خوړلي او ټیټ خو تاثیرناک او وقارمند غږ په یو شاباس کې یې دومره زور و، چې د زرو کسانو په چکچکو او واه واه کې نه و. ځکه هغه د لفظ او معنا په باریکیو، ښایستونو او نزاکتونو پوهېده. داسې اېسېده لکه شاباس ویل چې یواځې د استاد صلاحیت و.
قرار لیکي، د افغان ادبي بهیر، د ادب د لوړو څوکو د بهیر د یون ټلۍ دې لوی انسان ووهله. دا انسان ترمخ و او نور ټول ورپسې وو. ټول ورپسې و. تر ده مخکې هیڅوک هم نه و. ټول شاته وو. بل چا نه هغه حوصله درلوده، نه هغه تلوسه او نه هغه جرأت. د هغه په قدر چې موږ پوهېدلو، وخت رانه تېر و.