د اسراییل پخوانی صدراعظم ارییل شارون خاورو ته وسپارل شو

Your browser doesn’t support HTML5

د اسراییل پخوانی صدراعظم ارییل شارون خاورو ته وسپارل شو. د نړۍ د دولتونو چارواکي او ډيپلوماتان په دغو مراسمو کې د ګډ‌ون لپاره په اسراییل کې دي.د شارون مړى د پوځي مراسمو وروسته د اسرائيل په نيګيف دښته کې په خپله کرونده کې د میرمنې څنګ ته ښخ شو. د شارون مړى پرون په دې خاطر د اسرائيل په پارلمان کې ایښودل شوی و، چې خلک ورته د احترام وروستي مراتب وړاندې کړي. د امریکا مرستیال ولسمشرجوبایدن شارون ته د درناوی په خاصو مراسمو کې وویل: "د خپلو خلکو لپاره د امینت په برخه کې د اریک ماموریت ثابت او د یهودانو د راتلونکې په اړه د هغه ژمنه پیاوړې وه که دا له نن څخه د دیرش کالو یا درې سوه کالولپاره وه." په زرګونو کسان د هغه د ښخولو په مراسمو کې ګډون وکړ. د اسرایل امنیتي او هوایي مدافع ځواکونه د سیمې د امنیت لپاره ځای پرځای شوی دي.د شارون کرونده غزې ته نژدې پرته ده.شارون د شنبې په ورځ د کوما په حالت کې تر اتو کلونو وروسته د اسرایيل په يوه روغتون کې مړ شو. د نړۍ ځينو مشرانو د اريل شارون پر مړينې خواشنيي ښوولې، خو د فلسطين حماس ډلې یې پرمړینې خوښي څرګنده کړې ده.