تیرکال په پاکستان کې ۲۴۵۱تنه وژل شوي دي

په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په پاکستان کې د وسلوالو په بریدونو کې دوه نیم زره کسان وژل شوي دي چې؛ دا شمېر د ۲۰۱۲ میلادي کال په مقایسه په سلو کې شل زیاتوالي ښيي.

دا خبره د یو پاکستاني څیړنیز مرکز په کلني راپور کې شوې او وايي، د حکومت نرم دریځ د دې سبب شوی چې د وسلوالو بریدونه زیات شي.

په پاکستان کې له ۲۰۱۳ م کال څخه په مخ کې درې کلونو کې د وسلوالو د بریدونو له کبله مرګ ژوبله راکمه شوې وه، خو په تیرکال کې بیا دا شمېر لوړ شو:

”د سولې د څیړنو لپاره پاک انسټیټیوټ“ په نوم دې څیړنیزمرکز په خپل راپور کې ویلي، په پاکستان کې د ۲۰۱۳ م کال د مې د میاشتې د انتخاباتو لپاره د انتخاباتي مبارزو پرمهال وسلوالو ګڼ بریدونه وکړل او دې تاوتریخوالي په همدې اندازه د کال تر پایه دوام وموند.

د دې څیړنیزمرکزله خوا په کلني امنیتي راپورکې په ۲۰۱۳ م کال کې پاکستان کې د تروریزم اړوندو پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېر دوه زره څلور سوه یو پنځوس تنه ښودل شوی دی .

په ۲۰۱۲ م کال کې د دا ډول بریدونو لکه کبله د وژل شویو کسانو شمیر دوه زره پنځوس تنه و چې نوې شمیرې په سلو کې شل زیاتوالی ښيي:

”د سولې د څیړنو لپاره پاک انسټیټیوټ“ په نوم د ادارې مشر محمد امیر رانا د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د صدراعظم نواز شریف حکومت چې تیر کال یې انتخابات وګټل له پاکستاني طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلیدو ژمنه کړې او دې د وسلوالو طالبانو په وړاندې دریځ نرم کړی .

نوموړی وايي، ډیر تمرکز د سولې په خبرو اترو وو او دې د قانون پلي کونکو ادارو فعالیت تر سیورې لاندې راوستی دی .

د فرانسې خبري اژانس د ښاغلي رانا له خولې ویلي، دې ورته خبره د عمران خان د ګوند په اړه هم سمه ده چې؛ په خیبرپښتونخوا کې یې واک تر لاسه کړ کوم ایالت چې دې تاوتریخوالي تر ټولو زیات زپلی دی .

محمد امیررانا د فرانسې خبري اژانس ته زیاته کړې، په عمومي انتخاباتو کې وسلوالو لوی سیکولر ګوندونه هدف وګرځول خو د نواز شریف په مشرۍ د پاکستان مسلم لیګ سره یې کار نه درلود.

د نوموړي په وینا دې کار په انتخاباتو پسې د نواز شریف حکومت ته ډاډ ورکړ چې تر بریدونو لاندې به نه راځي.

نوموړی زیاتوي، حکومت هڅه وکړه چې په فیډرالي کچه هم همدا نرم دریځ پراخ کړي .

په داسې حال کې چې د مشکوکو بې پیلوټه الوتکو په برید کې د پاکستاني طالبانو د مشر له وژل کیدو وروسته دې ډلې خپل دریځ نور هم سخت کړي د پاکستان حکومت تر اوسه له پاکستاني طالبانو سره د سولې د خبرو اترو په پیلولو نه دی بریالی شوی .

په راپور کې په پاکستان کې د سني او شیعه مسلمانانو ترمنځ په فرقه یي شخړو کې هم په سلو کې د دوه ویشت زیاتوالي یادونه شوې ده او وايي تیرکال شپږ سوه اوه اتیا کسان د دا ډول تاوتریخوالي قرباني شوې دي .

په راپور کې دملي امنیتي پالیسۍ د جوړولو او جنایتکارانو ته د قضايي ادارو له لارې د سزا د سیستم د پیاوړي کولو په ګډون یو شمیر سپارښتنې شوې دي .

خو ددې څیړنیزې ادارې مشر محمد امیر رانا وايي ، په لنډه موده کې د حالاتو ښه کیدو ته ډیره خوشبیني نه لري .

د نوموړې په وینا د حکومت ټول تمرکز لا هم د سولې پر خبرو دی او باور لري چې په دې برخه کې پرمختګ کولی شي او دا به ناامني کمه کړي خو محمد امیر رانا وايي :

” موږ په دې باور نه لرو چې دا هڅه به کومه نتیجه ولري .“