"۲۰۱۳ کال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تشدد ډېر و"

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون وایي چې؛ په تېر میلادي کال کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر او د اندیښنې وړ و.

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسون چارواکي وايي چې؛ د ۲۰۱۳ میلادي کال په وروستیو کې، په پرله پسې ډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ځینې پيښې په بې ساري توګه ډېر زړه بوږنونکې وې.

دغه کمیسون وايي چې، دوی تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پنځه زره پيښي ثبت کړي چې، نوي فیصدو ته یې رسیدګي شوې.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسون د هماهنګۍ د څانګې مشري "لطیفې سلطاني" ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې د ثبت شوو قضیو زیاته برخه د ښځو وهل ټکول دي:

"د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي یو عامل د دولت نه جدي جلند دی؛ چې دا ډیر د دې لامل شوی چې؛ له سزا نه د خلاصون فرهنګ رواج شي؛ له ټولو قضیو سره په کلي او جدي توګه چلند نه کیږي او بل هم اداري فساد، د زورواکو لاسوهنه، د جرمونو پټ پاتې کېدل او قانون ته د ښځو نه ورتګ؛ په قانون او دولت باندې بې باوري چې ایا قضیه یې څیړل کیږي او که نه."

اغلې سلطاني وایي، د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پیښې په هغو سیمو کې ډیرې ثبتې شوي چې؛ امنیت یې په نسبي ډول ډاډ من دی.

نوموړي همدا ډول وویل چې، امنیت د بشري حقونو له وضعیت سره مستقیمه اړیکه لري او هغه سیمې چې، د دې په خبره له امنیتي پلوه ډاډمنې نه دي؛ له ښځو سره د تاوتریخوالي ډیرې زړه بوږونکي پيښي په کې شوي دي.

خو د ښځو چارو وزارت وايي چې؛ په تېرمیلادي کال کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتي پیښې زیاتې نه وې؛ بلکې د پيښو ډولونه زړه بوږنونکي وو.

د ښځو چارو وزارت مسلکي مرستیاله "سعیده مژګان مصطفوي" ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې دغه وزارت تېر کال د ښځو پر وړاندې دزور زیاتي دپييښو دمخنیوي په برخو کې دهیواد په سطح زیات کوښښونه کړي دي.

"نن چی د یوې ښځې د بدن یو غړی پرې کیږي او دا د شریعت خلاف دی، په دې برخه کې که دیني علمان له موږ سره مرسته ونه کړي؛ موږ به بیا هم له دې سره مخ شو.

موږ په ډیر عاجزۍ سره د هېواد له ټولو علماوو نه غوښتنه کوو؛ چې په منبر، مجسد او حسینیه تکیه خانو کې چې راځي؛ خبرې کوي په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.

دوی دې راشي، د اسلام له نظره دې د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړي؛ رسنیو نه په دې برخه کې پوره همکار غواړو."


میرمن مصطفوي له بیلابیلو دولتي ادارو وغوښتل؛ څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره هڅه وکړي او هغو کسانو ته سزا ورکړي چې؛ له ښځو سره تاوتریخوالی کوي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو ملاتړي د ښځو د وضعې په اړه اندیښنه څرګندوي.

دوی وايي چې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره هڅې یوازې په الفاظو کې پاتې شوي.

د ښځو د شبکې مشرې "فتانې ګیلاني" په دې اړه آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ د تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره باید سم کار وشي:

"موږ تش خبري کوو، موږ کار نه کوو، د دې خشونت د له منځه وړو لپاره سم کار نه کیږي؛ په افغانستان کې په همدې خاطر خشونت ورځ تر بلې زیاتیږي."

بل لورته د کورنیو چارو وزارت وايي چې؛ تېر کال ګڼ شمېر هغه کسان نیول شوي چې؛ د ښځو پر وړاندې یې تاوتریخوالی کړی.

د دې وزارت د ویاند مرستیال "نجیب الله دانش" آزادۍ راډیو ته په دې اړه وویل:

"هغه تورن کسان او هغه څوک چې په دغه موضوع کې لاس لري؛ کوښښ کوو هغه ټول د قانون منګلو ته وسپارو؛ هغه د هرات پېښه او نورې ورته پېښې چې په اړه یې موږ خبر شو؛ جدي پیګري کوو او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې وسپارو."

ښاغلي دانش زیاته کړه چې، دوی هڅه کوي، څو د نورو ادارو په مرسته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملین ونیسي او له دې سره له ښځو سره تاوتریخوالی او ناوړه چلند هم کم شي.

په افغانستان کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې؛ تېرکال په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي زړه بوګنوونکې پیښې وشوې.

د واده لپاره د قانوني عمر تر پوره کېدو مخکې د نجونو ودول؛ جنسی تیری، وهل ټکول، د بدن غړو پرېکول او په ځینو مواردو کې د ښځو وژل د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي عمده ډولونه دي.

په تازه پیښه کې په هرات ولایت کې د ستارې په نوم د یوې ښځې پوزه او شونډې د هغې د مېړه له خوا پرې شوې چې؛ په ملي او نړېواله سطح یې سختې اندیښنې راوپارولې.

ولسمشر حامد کرزي هم څو ورځې وړاندې د ښځو پر وړاندې د پرتو ستونزو له امله اندیښنه وښوده.

ښاغلي کرزي له ټولو دولتي ارګانونو او افغانانو څخه وغوښتل چې؛ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوال د مخنیوي لپاره جدي هلې ځلې وکړي.