"د ډسمبر میاشت امریکايي ځواکونو ته تر ټولو خونړۍ میاشت وه"

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په کابل کې په پرونۍ موټربم چاودنه کې د نړیوال ائتلاف د دریو سرتېرو د وژل کېدو په اړه په یوه مطلب کې لیکي، دا حمله نړیوالو ځواکونو ته ورپېښ دوامدار ګواښونه حتی په داسې حال کې په پوځي عملیاتو کې د دوی ونډه اوس کمه شوې هم ده په ډاګه کوي.

نیویارک ټایمز لیکي، دا حمله په داسې حال کې وشوه چې؛ د نړیوالو ځواکونو د زغرګاډو کتار د کابل په پلچرخي کې د فوینکېس پوځي کمپ Camp Phoenix ته نژدې پر لویه لاره حرکت پیل کړ.

ورځپاڼه لیکي، له دې حملې وروسته داسې یوه صحنه پرځای پاتې شوه چې؛ د کابل ښاریان ورسره آشنا دي، یعنې پر سړک د وسپنو او شیشو ټوټې او د انسانانو غوښې پرتې وې.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې روانه ډسمبر میاشت د نړیوالو ځواکونو او په تېره د امریکايي پوځیانو لپاره ډېره خونړۍ میاشت وه، ځکه یوازې په تېرو لسو ورځو کې د ناټو نهه نور سرتېري هم ووژل شول چې شپږ یې د یو هیلیکوپټر د نسکورېدو په پېښه کې او دوه نور امریکایان له یوه برتانوي سرتېري سره یوځای د افغانستان په جنوب کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه کې ووژل شول.

ورځپاڼه همداراز له پرونۍ حملې دوه ورځې مخکې په کابل کې د امریکا پر سفارت د توغندیو د برید یادونه کوي چې ډیپلوماتان یې وارخطا کړل خو څوک یې ټپيان نکړل.

نیویارک ټایمز د مطلب په دوام زیاتوي، امریکايي پوځیان اوس عموما د جګړې په ډګر کې حضور نلري او پرځای یې امریکا ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د پوځي تجهیزاتو د بېرته استولو او د افغان ځواکونو پر روزنه ډېر تمرکز کوي.

نیویارک ټایمز د مطلب په پای کې لیکي اوسني پوځي تلفات د یو نوي حقیقت څرګندونه کوي او هغه دا چې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات زیات شوي خو د نړیوالو قواوو تلفات په کمېدو دي.

د برتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې په شمالي وزیرستان کې د بې پیلوټه الوتکو د حملې په اړه یو مطلب خپور کړی.

ورځپاڼه د پاکستان د استخباراتي چارواکو له قوله لیکي چې وايي، د امریکا بې پیلوټه الوتکو د شمالي وزیرستان په قطب خېلو سیمه کې پر یوه کور دوه توغندي وتوغول چې په نتیجه کې یې د چارواکو په وینا درې بهرني جنګیالي ووژل شول.

د ګارډین مطلب زیاتوي چې اسلام آباد او پاکستاني سیاسي ګوندونو دا برید بیابیا غندلی او هغه یې د پاکستان د ملي حاکمیت سرغړونه بللې خو لیکوال لیکي چې اسلام آباد له دې سره سره پخوا د دې حملو ملاتړ کړی.

ګارډین وړاندې لیکي چې د دې حملو دوام د اسلام آباد او واشنګټن ترمینځ اړیکي چې د واشنګټن په نظر هم له طالبانو او القاعده سره په جګړه کې او هم په افغانستان کې د سولې په راوستو کې د خاص اهمیت لرونکې دي، نور هم پېچلي کړي. ورځپاڼه د مطلب په دوام زیاتوي، د کراچۍ د بندري ښار په ګډون د پاکستان ځمکنۍ لارې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د اکمالاتو لپاره مهمه ونډه لري.

ګارډین لیکې اوس چې امریکا د ۲۰۱۴ کال په پای کې له افغانستانه د زیات شمېر سرتېرو د اېستلو پرېکړه کړې، له دې وروسته به له دې لارو بهر ته د امریکايي ځواکونو د پوځي تجهیزاتو، وسایطو او افرادو د اېستلو لپاره زیات کار واخیستل شي.