په افغانستان کې هم "کرسمس "د بهرنیو اتباعو له خوا ولمانځل شو

Your browser doesn’t support HTML5

کرسمس او یا د مسیحیانو اختر د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر په افغانستان کې هم د بهرنیو اتباعو له خوا ولمانځل شو. د دې اختر په لمانځنې کې یو دود دا دی چې؛ په کورکې د کرسمس ونه ښایښته کېږي. د کابل ښار په شهرنو سیمه کې هم ګل پلورونکې وايي، چې د کرسمس لمانځنې ته یې مختلفې ونې راوړي. کرسمس سربیره پردی چې؛ د حضرت عیسی علیه السلام د زیږیدنې د ورځ جشن دی په دغه اختر کې له نوي میلادي کال نه هم لمانځنه کېږي. عیسویان د کرسمس په ورځ کلیساوو ته ځي، په خپلو کورونو کې د کرسمس ونې ښایسته کوي او په لارو او کوڅو کې د شکرانې سندرې زمزمه کوي. په کابل کې دا ورځ د ناټو د ځواکونو او د ځینو نورو هېوادونو د اتباعو له خوا چې په افغانستان کې ماموریت ترسره کوي، لمانځل کېږي. د عیسویانو د دغې اختر د لمانځنی په اړه په کابل ښارکې د ګلونو یوه بل پلورونکې هم ازادی رادیو ته وویل، چې د میلادي کال په وروستیو کې له ده نه هم ډیر بهرنیان د کرسمس ونې او د هغې د ښایسته کولو ځینې شیان اخلي.