ولې د الکترونیکي تذکرو ويش ځنډول شوی دی؟

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت د افغانستان له ملي شورا څخه غواړي چې؛ د نفوسو د احوالو د ثبت قانون ژر تصویب کړي؛ تر څو خلکو ته د بریښنايي تذکرو ویشل پیل شي.

ټاکل شوې وه چې، د روان لمریز کال به لومړۍ ورځ خلکو ته د بریښنايي تذکرو ویش پیل شوی وای؛ خو په ملي شورا کې د نفوسو د احوالو د ثبت قانون د نه تصویبدلو له امله دا کار تراوسه ځنډیدلی دی.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتۍ تکنالوژۍ وزیر امیرزي سنګین د دوشنبې په ورځ د دې وزارت د د معلوماتۍ تکنالوژۍ د نوې مرستیال د معرفي کولو پر وخت له ملي شورا څخه وغوښتل؛ ترڅو هرڅومره ژر چې امکان ولري د نفوسو د احوالو د ثبت قانون تصویب کړي.

ښاغلي سنګین وویل چې، د بریښنايي تذکرو د ویش لپاره ټولې تخنیکي او فني چارې تیارې دي:

"نهه میاشتې کیږي چې، دا قانون په ملي شورا کې دی او ټولې تخنیکي او فني چارې یې تیارې دي، حتی څلور سوه کسان د کورنیو چارو په وزارت کې استخدام شوي او معاش اخلي؛ خو له بده مرغه حکومت اوس زموږ لاسونه تړلي دي؛ زه هیله لرم چې ملي شورا دې موضوع ته پام وکړي؛ هر څومره ژر کیدای شي د نفوسو د احوالو د ثبت قانون تصویب شي او حکومت یې وروسپاري."

د نفوسو د احوالو د ثبت قانون پرسر چې برېښنايي تذکرې یې یوه برخه ده؛ له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان په ملي شورا کې پرې ناندرۍ روانې دي.

اختلافات په دې تذکرو کې د دین، ملت او قوم د نومونو په ذکر کولو او نه ذکر کولو روان دی.

مشرانو جرګې په دې قانون کې د بریښنايي تذکرو د حکومت طرحه تصویب کړې.

د دې طرحې له مخې په الکترونیکي تذکرو کې پورتني معلومات د بریښنايي تذکرې پر مخ نه راځي؛ بلکې د یوه وګړي په اړه ټول معلومات د کورنیو چارو وزارت په ډیټابیس کې ثبتیږي.

په دې اړه په کابل، ننګرهار او ځينو نورو ولایتونو کې یو شمېر خلکو مظاهرې هم وکړې چې؛ باید په تذکرو کې د دین او افغان کلمې ذکر شي.

خو د ولسي جرګې دوهم مرستیال انجنیر "سید اکرام" وايي؛ حکومتي چارواکو ویلي، چې هر کس ته به د الکترونیکي تذکرو تر څنګ یوه بله پاڼه هم ورکول کیږي چې؛ په هغې کې به د یوه کس د دین او قوم په ګډون نور ټول معلومات ذکر وي.

هغه وویل، د نفوسو د احوالو د ثبت د قانون په طرحې او د الکټرونیکي تذکرې په اړه د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ترمنځ د موجودو اختلافاتو د حل لپاره د دواړو جرګو ګډ کمیسیون کار پیل کړی:

"د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له خوا ګډ کمیسیون جوړ شو چې؛ د کمېسیون غړي به د دې قانون د اختلافي مواردو په اړه په یو تفاهم ورسیږي او وروسته بیا حکومت ته لیږل کیږي؛ خو د ولسي جرګې له خوا دا قانون تصویب شوی؛ کیداي شي په نږدې ورځو کې به حکومت ته وسپارل شي."

حکومتي چارواکي وايي، چې الکترونیکي تذکرې له ښې حکومتدارۍ سره مرسته کولای شي.

همداراز په هېواد کې به د جعلي تذکرو د اخیستو مخه هم ونیسي.

راپور: مرضیه احمدزۍ