په ختیځ کې د ماشومانو د سينه بغل ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسینو پروګرام پيل شو

روغتيايي چارواکي وايي، چې د لومړي ځل لپاره به په ټول افغانستان کې له دوه کلنۍ ښکته ماشومانو ته د سینه بغل ناروغۍ ضد واکسین ورکړي.

د یادو واکسینو د پرواګرام د پیل په غونډه کې د ننګرهار د روغتیا رييس ډاکټر بازمحمد شیرزاد وویل،چې دا یو ملي پروګرام دی او د نورو ولایتونو په څېر د ختيځې سیمې ټولو روغتيايي مرکزونو ته یاد واکسین رسول شوي،چې نن يې رسما پیل کړل:

"دا واکسين پرون د افغانستان ټولو روغتيايي مرکزونو ته انتقال شوي،په ختیځه سیمه کې هم په ټولو روغتیايي مرکزونو کې دا واکسين په وړيا ډول ماشومانو ته ورکول کیږي، په لومړیو ورځو کې به دا واکسين د یو کمپاین په ډول ماشومانو ته کوو،وروسته به په نور مال ډول خلک خپل ماشومان کلنیکونو ته وړي او واکسینوي به يي".

شيرزاد وايي دا واکسین د (نوموکوکل) ميکروب ضد واکسین،چې له یاد میکروب څخه د سینه بغل، د دماغي میکروب او د غوږونو د میکروب ناروغۍ ترې پيدا کیږي،چې ددې واکسینو په تطبیق سره به ددغو مرګونو ناروغيو مخه ونیول شي.

بازمحمد شيرزاد وايي، د یادو واکسینو کیفیت د اروپايي ملکونو په کچه دی، چې ډيراغیزمن دی:

"دا هغه واکسین دی،چې په اروپا کې ماشومانو ته ورکول کیږي،یانې دير ښه کیفیت لري او ددې پروګرام په پلی کیدو سره به د دې مرګونې ناروغۍ مخه ونیول شي،نو اوس وخت لپاره به له دوه کلنۍ نه ښکته ماشومان ټول واکسین کړو."

بل خوا د ننګرهار والي مولوی عطاالله لودین د دغو نویو واکسینو پیل د روغتیا په برخه کې یو پرمختګ وباله او له ټولو هېوادوالو څخه يې غوښتنه وکړه، چې خپل ماشومان د دغو نویو واکسینو د تطبیق په خاطر خپلو نیږدې روغتيايي مرکزونو ته یوسي او د راتلوونکو ناروغیو څخه بچ پاتې شي:

"دا یو نیک کار دی، چې د روغتيا وزارت له خوا په افغانستان کې د لومړي خل لپاره ترسره کیږي، زما له ټولو هېوادوالو نه غوښتنه دا ده، چې خپل ماشومان له دغو واکسینو څخه برخمن کړی او دا یو واقعیت دی،چې له دې ناروغۍ له امله په ځانګړې توګه په لروپرتو سیمو کې ډير ماشومان ددې ناروغۍ له وجه نه تلف شوي"

سينه بغل هغه خطرناکه ناروغي ده،چې په دوه زره څلور میلادي کال د شوې سروې له مخې ددې ناروغۍ له امله په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳۹ زره ماشومانو خپل ژوند له لاسه روکړی و.

د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې تر اوسه په افغانستان کې د اوو ناروغیو مختلف واکسین،چې هغه ،شری،نری رنځ،تور زیړي،تور ټوخي،د ماشوم ګوزڼ،میندو او ماشومانو ته د تیتانوس واکسین او دادی اوس د سینه بغل ناروغۍ ضد واکسین هم پلي شوی،چې د یو شمېر ډاکټرانو په خبره،که چېرې ماشومانو ته دغه نوي ډول واکسین هم ورکړل شي،نو په راتلوونکي کې به له ډيرو سختو ناروغیو څخه په امان کې پاتې شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری