ډاکټر شکیل اپریدي په زندان کې ښو شرایطو غوښتنه وکړه

پاکستانی ډاکټر شکیل اپریدي چې د امریکا د استخباراتو له ادارې (سي. ای. اې) سره یې د اسامه بن لادن په پيدا کولوکې مرسته کړې وه، په زندان کې د ښو شرایطو غوښتنه کړې ده .

ډاکټر شکیل افریدی پښور ته نږدې زنداني دی.

د ډاکټر شکیل مدافع وکیل سمع الله افریدي پرون وویل چې؛ موکل یې د خپلو غوښتنو په اړه یو لیک ور استولی دی.

شکیل افریدي له خپل وکیل او کورنۍ سره د منظمو لیدنو اجازه غوښتې ده.

ډاکټر افریدی، په پاکستان کې د وسله والو په غیر قانوني ډله (لشکر طیبه) کې د غړیتوب په جرم تیرکال محاکمه او په دیرش کاله بند محکوم شو.

خو شکیل افریدي پر ځان لګیدلی تور رد کړ؛ خو د هغه د بیا محاکمې حکم شوی دی.