میدان وردګ: د یوه موټربم په چاونه کې ۴ تنه مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي

چارواکي وايي، د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د یو موټر بم چاودنې په پيښه کې نن سهار څلور پولیس مړه او اولس نور ټپیان شول.

د میدان وردګو د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، چې دا چاودنه د یادي ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ مخې ته شوې.

ښاغلي خوګیاني وویل، چې د ځینو ټپیان وضعیت نازک دی او دوی د میدان ښار مرکزي او د کابل څلور سوه بستریز روغتون ته انتقال شوي دي.

وسله والو طالبانو د دې چاودنې مسوولیت منلی دی.

د یو بل خل له مخې چارواکي وایي، چې د ننګرهار پوهنتون د تعلیم او تربیې په پوهنځې کې نن تر غرمې مخکې یوه چاودنه شوې.

د ننګرهار د مرکزي روغتون رییس ډاکټر همایون زهیر آزادي راډيو ته وویل؛ چې له دې پيښې څخه تر اوسه دوی ته لس ټپي محصلین وروړل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي هم دا چاودنه تاید کړه؛ خو په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

د دې پيښې مسولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

پخواني معلومات:

چارواکي وايي، د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د یو موټر بم چاودنې په پيښه کې نن سهار څلور پولیس مړه او اولس نور ټپیان شول.

د میدان وردګو د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي آزادي راډیو ته وویل، چې دا چاودنه د یادي ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ مخې ته شوې.

ښاغلي خوګیاني وویل، چې د ځینو ټپیان وضعیت نازک دی او دوی د میدان ښار مرکزي او د کابل څلور سوه بستریز روغتون ته انتقال شوي دي.

په دې پيښه کې د نرخ د امنیه قومندانۍ او شاوخوا سیمو ودانیو ته هم زیان رسیدلی دی.
د دې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی.