د استاد عبدالروف بینوا د زوکړې د سلمې کلېزې په ویاړ یو سیمنار جوړ شو

د افغانستان د علوم اکادمي چارواکي وايي؛ د تاریخي او ادبي شخصیتونو په اړه سیمنارونه له دې سره مرسته کوي چې؛ له یوې خوا خلک هغوی لا ډير وپیژني او له بلې خوا یې تاریخي اثار او کتابونه خلکو ته وړاندې شي.

د علومو اکادمي مشرې "ثریا پوپل" د یکشنبې په ورځ د استاد عبدالروف بینوا د زوکړې د سلمې کلېزې په یو ورځیني څیړنیز سیمینار کې وویل چې؛ ښاغلي بینوا د معاصرو او نومیالیو ادیبانو په ډله کې راځي.

میرمین پوپل وايي، چې ښاغلي بینوا په پښتو، دري، عربي او ځینو نور ژبو شعرونه ویلي دي:

"بېنوا په خپل ۷۳ کلن ارزښتمند ژوند کې له تحققي او تخلیقي کار څخه جلا نه شو او د خپل برکتي ژوند دغه وخت یې دې ویاړلي کار ته ځانګړی کړی و.

په دې علمي او تحقیقي سېمینار کې به د بېنوا د شخصیت بېلابیل اړخونه په پوره توګه وڅېړل شي.
کولای شو، ووایو څنګه چې زموږ څېړونکو بېنوا د پښتو ژبې د معاصرو ادبیاتو د اسمان له پنځو ستورو څخه یو بللی؛ د دغو څېړونکو د کار نتیجه سمه او پر حق ده. "


د آغلې پوپل په خبره استاد بینوا پوره ۴۰ کال په فرهنګي او علمي برخو کې کار کړی او د وزارت او سفارت په سطحه یې دندې ترسره کړي.

استاد عبدالروف بینوا د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ په ۱۲۹۲ لمریز کال کې زیږیدلی و او د درې اویا کلنۍ کې مړ شو.

د رواښاد بینوا لومړنۍ شعري ټولګه په ۱۳۲۵ کال کې د "غنمو وږی" ترنامه لاندې چاپ او خپره شوه.

په افغانستان کې د استاد بینوا د زوکړې د سلمې کلېزې په اړه یو ورځینی تحقیقي سیمینار په داسې حال کې جوړیږي چې فرهنګي څېرې او شخصیتونه تل شکایت لري چې؛ په هېواد کې ادبي او فرهنګي هڅو ته ډير پام نه کیږي.

خو په عین وخت کې د مالیې وزارت مسوولین وايي؛ چې دوی هڅه کوي د نامتو شاعرانو او ادیبانو د ژوند د ښه کولو او د هغوی د ادبي اثارو د چاپ لپاره امکانات برابر کړي.

د مالیې وزارت ادارې رییس محمد علم اسحاق زي وویل چې، د افغانستان علومو اکاډمۍ د ودې په حال کې ده او باید مرسته ورسره وشي:

زه تر وروستي حده پورې کوښښ کوم ترڅو چې تاسو ته مالي او مادې امکانات برابر کړم، ما تراوسه د مالیې له وزیر او رییسانو سره خبرې کړي چې؛ د افغانستان اکاډمي علوم د ودې په حال کې ده او باید ورسره مرسته وشي."

ځیني کتوونکي وايي چې، د افغانستان د یوشمېر پخوانیو ادیبانو او څېړوونکو ځینې مهم اثار لا هم ناچاپ پاتي دي.

دوی وايي، دولت باید د دغو ګټورو اثارو له چاپیدو سره مالي مرسته وکړي.

راپور: مرضیه احمدزۍ