ناجیه طارق: په افغانستان کې د ایډز ناروغي ډېره شوې ده

Afghanistan – World AIDS day celebrate in Kabul, 01 December 2013

د عامې روغتیا وزارت وايي، تېر کال په هیواد کې د ایډز یو سلو اولس پیښې کشف شوې وي؛ خو سږکال دا شمېره یوسلو دوه شپتو ته لوړه شوې ده.

د دې وزارت مرستیالې ناجیه طارق د یکشنبې په ورځ د ایډز ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې غوڼدې ته وویل؛ چې په ۱۳۹۱ لمریزکال کې د هېواد په کچه د دې ناروغۍ ۱۵۲۹ پیښې ثبتې شوې وې؛ خو کیدای شي، دا پیښې پنځه زرو ته پورته شوې وي.

ناجیه طارق وویل، سره له دې چې مخنیوی ته یې تدابیر نیول شوي؛ خو بیا هم دا ستونزه له یوه کاله بل ته مخ په زیاتېدو ده.

نوموړې د "ایچ. ای. وي" په وایروسو د اخته کسانو د زیاتېدو عوامل داسې بیان کړل:

"په هېواد کې د کوکنارو کښت، د مخدروموادو تولید او قاچاق، بیکاري، اقتصادي ستونزې، ناامني، مهاجرتونه، خلاص سرحدونه او داسې نور هغه عوامل دي چې، دا ویروس یې زیات کړی دی."

په دې غونډه کې د یوشمېر بهرنیو مربوطو سازمانونو استازیو هم برخه اخیستې وه.

وینا والو وویل، د ایډز ناروغۍ د مخنیوي نړیواله ورځ له ۱۹۸۸یم میلادي کال راهیسې هرکال په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي.

د دوی د معلوماتو له مخې نن سبا په ټوله نړۍ کې پنځه دېرش اعشاریه درې میلیونه خلک په ایډز اخته دي چې؛ نیمایي په کې ښځې دي.

په یاده غونډه کې په ایډز ناروغۍ اخته پنځه لسو تنو هم ګډون کړی و.

د دې ټولو عمرونه چې له شلو څخه ترپنځه ویشتو کلونو پورې رسېدل، ویل یې په ایران کې، لومړی په مخدرو موادو روږدي او بیا په دې ویروس اخته شوي دي.

د دوی په استازیتوب محمد علي له دولت او نړیوالو مربوطو سازمانونو هیله وکړه چې؛ د دوی وړیا درملنې دې جاري وساتي.

محمد علي له خلکو هم وغوښتل چې؛ له دوی دې کرکه نه کوي:

"د روغتیا کارکوونکي زموږ له درملنې ډډه کوي او یا راسره ناوړه چلند کوي، له دولت او نړیوالوغواړو چې، په وړیا ټوګه زموږ درملنه جاري وساتي او د نورو ناروغانو په څېر مو درملنه وکړي."

د عامې روغتیا وزارت چارواکو وویل؛ اوسمهال د هېواد په یوولسو ولایتونو کابل، هرات، ننګرهار، بلخ، بدخشان، کندهار، غزني، کونړ، دایکندي، پروان او کندز کې د دې ویروس د مخنیوي لپاره د وقایې، درملنې او مشورو مرکزونه فعال شوي دي.

د دې وزارت چارواکو د موجوده ستونزې د کمولو په مقصد د اطلاعاتو او فرهنګ، ښوونې او روزنې او حج او اوقافو د وزارتونو پر همکارۍ تاکید وکړ.

د حج او اوقافو وزارت چارواکو ژمنه وکړه چې؛ په دې برخه کې به د دیني احکامو په اساس د عامه پوهاوي پروګرامونه پراخ کړي.

راپور: خان محمد سیند