د جان اف. کینډي د قاتل په اړه نا ویل شوې خبرې

Your browser doesn’t support HTML5

د شوروي اتحاد دبیله روس جمهوریت پایتخت د نولسوه شپیتو کلونو په پیل کې شاوخوا دوه کاله د لي هاروې اوسوالد کورګڼل کیده. د پنځوسو کلونو په تیریدو سره په مینسک ښارکې اوس هم داسې کسان شته چې اوسوالد یې پیژانده او ترنن ورځې یې دهغه په هکله د کامرو مخې ته خبرې نه وې کړي. داسې ښکاري چې لي هاروي اوسوالد په بیلوځایونو کې له بیلابیلو خلکو سره بیل سړی وو. اوسوالد نړیوالو ته خپلې بیلابیلې څیرې څرګندې کړي. خو هغه څیره یې چې په دالاس کې نړیوالو ته څرګنده کړه دتل لپاره به دجان اف کینیډی دمرګ په ارتباط په اذهانوکې پاته وي.