مالیې وزارت ۵۳ قلمه لرغوني اثار د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل

د افغانستان د مالیې وزارت هغه تاریخي او لرغوني اثار د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپارل، چې د کابل په هوايي ډګر کې نیول شوي وه.

د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال نن خبریالانو ته وویل؛ چې دغه ۵۳ قلمه تاریخي اثار په تیر یوه نیم کال کې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د ګمرک د مامورینو له خوا نیول شوي وو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو د دغو اثارو د تسلیمېدو پر وخت وویل؛ چې دغه تاریخي اثار، چې قران شریفونه، قلمي نسخې، لوښي او سیکې په کې شامل دي، په بیلا بیلو تاریخي دورو اړه لري.

د افغانستان د ګمرکونو رئیس وايي، دغه تاریخي او لرغوني اثار د افغان او بهرنیو قاچاق کوونکو له خوا له دې هیواده دباندي وړل کېدل.