پکتيا : له قاچاقبرو څخه لرغوني اثار نيول شوي

د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې تېره ورځ يې په پکتيا کې د ميلونونو افغانيو په ارزښت، لرغوني اثار د قاچاق وړونکو څخه نيولي دي.

دوی وايي دغه لرغوني اثار چې پينځه سيکې او درې مجسمې دي، له قاچاقبرانو څخه نيولې او وروسته له څېړنو به يې د افغانستان ملي موزيم ته وسپاري.

د پکتيا امنيه قومندان زلمی اورياخيل وايي، چې د کشفي ارګانونو د معلوماتو پر اساس يې د تېرې د غفورخېلو سيمې په يو زاړه قبر کې لرغونې سيکې او مجسمې پيدا کړې او نيولې دي.

اورياخېل وايي چې دغه لرغوني اثار له لوګر ولايت څخه راوړل شوي او په يو زاړه قبر کې د انتقال په خاطر ساتل شوي وو چې د پوليسو د کشفي راپورونو پر بنسټ يې له قبر څخه ويستلې دي.

نوموړی وايي دغه سيکې ډېرې پخوانۍ دي او کېدای شي ارزښت به يې هم د ميلونونو افغانيو څخه زيات وي :

دا ډېر تاريخي اثار دي چې له لوګر څخه پکتيا ته انتقال شوي او دلته د غفورخېلو په ساحه کې په يو زاړه قبر کې ساتل کېدل، چې د استخباراتي معلوماتو له خوا نيول شوي او وروسته به معلومه شي چې دغه څومره قيمتي اثار دي او بل دا چې قاچاقبرو په لټه کې يو او تثبيت شوي دي، ډېر ژر به يې ونيسو او د قانون منګولو ته به يې وسپارو.

اورياخېل زياتوي چې اوس هم له لوګر او پکتيا څخه په زياته اندازه کې لرغوني اثار قاچاق کيږي او په خبره يې دوی به هڅه کوي چې د دغه ډول لرغونو اثارو د قاچاق مخنيوی وکړي.

نوموړی دا هم وايي چې پوليسو د نورو روزنو ترڅنګ د تاريخي او لرغونو اثارو د پېژندلو او د دې موادو د قاچاق د مخنيوي روزنه هم ترلاسه کړې.

په دې وروستيو کې په ډېره اندازه لرغوني اثار د لوګر ميس عينک او ځينو نورو سيمو څخه په غير قانوني ډول لېږدول کيږي، د چارو د کارپوهانو په خبره، دغه لرغوني اثار د بهرنيو قاچاقبرانو په هدايت د پکتيا له لارې د ګاونډي هيواد پاکستان څخه نورو هيوادونو ته لېږدول کيږي.

راپور – داود تپان- پکتيا