په تېرو لسو کې کلونو کې د ښځینه سوداګرو لاسته راونې څېړل کیږي

د سوداګرو ښځو د لاسي صنایعو نندارتون د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا په کابل کې پرانیستل ښوی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه د دې نندارتون د جوړولو هدف له افغان سوداګرو ښځو څخه ملاتړ او د دوی لاسي صنایعو ته د بازار پیدا کول بولي.

د سوداګرو ښځو د لاسي صنایعو دغه نندارتون د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام یا(UNDP) په مالي همکارۍ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له خوا د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دوو ورځو لپاره پرانیستل شو.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د رسنیو یو مسوول هاشم رسولي ازادۍ راډیو ته وویل، د دې نندارتون پر وخت به دا هم وڅېړل شي؛ چې په تېرو لسو کلونو کې افغان سوداګرو ښځو کوم پرمختګونه کړي او له کومو ستونزو سره مخ دي.

"په مجموع کې درې سوه پنځوس کسان د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه راټول شوې دي او هدف دا دی چې، په تېرو لسو کې کلونو کې د ښځینه سوداګرو لاسته راونې وڅېړل شي او په دغو کلونو کې له کومو ستونزو سره مخ شوې دي؛ دغه نندارتون چې تاسې یې وینئ تقریباً ۲۷ غرفي دي چې د دوه ورځو لپاره ښځینه سوداګري خپل محصولات وړاندې کوي؛ موږ غواړو د ښځینه سوداګرو د وړتیا لوړلو لپاره نور پروګرامونه هم برابر کړو."

د افغان ښځو په لاسونو د نارینو، ښځو او کوچنیانو لپاره تیار سوي کالي، په قیمتي ډبرو سینګار شوي ګاڼي، افغاني غالۍ او وچه مېوه هغه شیان دي؛ چې سوداګرو ښځو د نندارې لپاره وړاندي کړي دي.

تر دې مخکې هم د کابل ترڅنګ په بیلا بیلو ولایتونو کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتونونه جوړ شوي.

خو افغان سوداګرو او صنعتکارانو ښځو بیا ویلي؛ چې لاسي صنایع یې ښه بازار نه لري او د خپلو لاسي صنایعو د بازار په مخ کې یې ټولنيزي او امنیتي ستونزي اساسي خنډونه دي.

په کابل کې د جوړ شوي نندارتون یوه ګډون کوونکې، چې له غزني څخه یې وچه مېوه راوړې وايي:

"نوم مې فوزیه او سوداګره یم. زموږ محصولات بادام، سره او شنه ممیز، البوبخارا او عسل دي، په غزني کې زموږ ستونزي د وسایلو لپاره د بازار نه موجودیت دی، چې موږ دغه شیان په کې خرڅ کړو او سوداګري مو پر مخ بوزو."

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مسوولین هم له افغان دولت څخه غواړي؛ چې د افغان سوداګرو ښځو لاسي صنایعو ته پراختیا ورکړي او د بازار په پيدا کولو کې هم ورسره پوره همکاري وکړي.

د افغان سوداګرو ښځو په خبره لاسي صنایع یې په هېواد کې دننه په ښه بیه نه خرڅېږي، خو د سیمي او نړۍ په لیري هیوادونو کې همدغه وسایل په ډیرو لوړو بیو د نورو خلکو له خوا پلورل کیږي.

دوی یې علت دا بولي، چې په هیواد کې ورته منظم بازارونه او کمپنۍ نه دي جوړي شوي او بهرنیو هیوادونو ته تلوونکې سوداګر یې په ارزانه بیه ځني اخلي.

خو افغان دولت بیا تر دې مخکې ویلي چې؛ د ښځینه لاسي صنایعو لپاره یې د بازار پیدا کولو لپاره ډېرې هڅې کړي دي.

راپور: معصوم میوند