"د کوکنارو د تجارت بازار تود پاتې دی"

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې "امریکا له افغانستانه وځي خو د کوکنارو د تجارت بازار چې پر ضد یې ملیاردونه ډالر مصرف شول، تود پاتې دی" په افغانستان کې د مخدرو موادو د کښت او قاچاق په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، امریکايي ځواکونه په داسې حال کې له افغانستانه وځي چې؛ هلته یې د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې ډګر بایللی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، دا په هغه عمده ستراتیزۍ کې ناکامي څرګندوي چې؛ د امریکا د جمهور رییس بارک اوباما ادارې په ۲۰۰۹م کال د افغانستان لپاره اعلان کړې وه.

د واشنګټن پوسټ په وینا، په تېرو یوولس کلونو کې په افغانستان د مخدرو موادو په ضد په مبارزه کې اوه ملیارد ډالر مصرف شوي؛ خو لیدل کیږي چې، د مخدرو موادو بازار ګرم دی، تقاضا لا زیاته شوې او وسله وال د مخدرو موادو په تجارت کې عمده رول لري.

ورځپاڼه لیکي، کوکنار چې وروسته هیروین ورڅخه ترلاسه کیږي؛ د افغانستان په سیاست او اقتصاد کې ډير مهم رول لوبوي.

دا په افغانستان کې دوه عمده هدفونه ځپي چې؛ هغه د اداري فساد پر ضد مبارزه او د مخدرو موادو د تجارت سره د وسله والو د ارتباط له منځه وړل دي.

په داسې حال کې چې د تحریک طالبان پاکستان د پخو اني مشر حکیم الله محسود وژل کېدو د اسلام اباد حکومت په غصه کړی؛ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړې چې؛ "خودکارې وسلې د خلکو ژوند ژغورلای شي، خو دا ضمانت باید وشي چې، د قانوني او اخلاقي پلوه پر ځای استعمالیږي."

وال سټريټ ژورنال وړاندې لیکي؛ په پاکستان کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو هره حمله د دې پروګرام په اړه د خلکو قهر زیاتوي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د تحریک طالبان پاکستان مشر په داسې وخت کې ووژل شو چې؛ د اسلام اباد حکومت د طالبانو سره د سولې خبرو ته ځان تیاراوه.

پر دې ستر تروریست حملې پاکستان په غصه کړ.

د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر پر امریکا تور ولګاوه چې؛ د سیمې د سولې او ثبات د ټينګښت هیلې یې شنډې کړې.

د عفوې نړیوال سازمان هم په وروستیو کې په پاکستان کې د بې پيلوټه الوتکو د حملو د قانوني اړخ په اړه جدي پوښتنې راپورته کړې.

وال سټریټ لیکي، داسې اعتراضونه په یو مخیز ډول د جګړو د کمپیوټري کېدو څخه د خلکو نارضایتي څرګندوي.

ورځپاڼه د امریکا بې پيلوټه الوتکو ته په اشاره لیکي، په وروستیو کې د بشپړو کمپیوټري وسلو د مخنیوی لپاره تر دې نوم لاندې چې د "وژونکي روبوت مخنیوی وکړی" (Stop The Killer Robot) یو نړیوال حرکت پیل شوی دی.

د دې حرکت هدف د داسې یوه تړون رامنځ ته کول دي چې؛ په ټوله نړۍ کې د په بشپړ ډول کمپیوټري یا خود کارو وسلو د پراختیا او استعمال مخنیوی وکړي.