په ميدان وردګو کې چاودنې څلور ماشومان ووژل

چارواکي وايي، په ميدان وردګو کې په يوه کور کې د هاوان مرمۍ چاودېدلې چې له امله يې د دغه کور څلور تنه واړه ماشومان وژل شوي دي، دوی وايي، په چاودنه کې يو بل ماشوم ژوبل شوی هم دی.

د هاوان د مرمۍ دغه چاودنه د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې شوې ده، چې پکې د يوې کورنۍ څلور تنه ماشومان وژل شوي او يو بل ژوبل دی.

چاودنه پرون د سيداباد په سالارو سيمه کې د شېرين په نامه د سيمې د يوه اوسېدونکي په کور کې شوې ده.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، د شېرين ماشوم زوی له کوره د باندې د هاوان يوه مرمۍ پيدا کړې او بيا يې کور ته وړې چې هلته پسې چاودېدلې ده.

دی وايي، په پېښه کې د شېرين يو زوی، يوه لور، يوه ورېره او يو اوښی وژل شوي او يو بل ديارلس کلن زوی يې ژوبل دی:

"د شېرین یوولس کلن زوی له بهر څخه خپل کور ته ناچاودېدلې سرګلوله راوړې، چې د چاودنې په ترڅ کې يې د شېرین نومي کس یو یوولس کلن زوی، پنځه کلنه لور، شپږ کلنه ورېره او پنځلس کلن د مېرمنې ورور په شهادت رسیدلي او یو بل دوولس کلن زوی یې داسې ټپي شوی چې دواړه پښې يې پرې شوې دي."

خوګياڼی وايي، د ټپي شوي ماشوم غبرګې پښې پرې شوې، چې اوس يې سور سليب درملنه کوي.

دی وايي، تر اوسه لا دا نه ده مالومه چې ماشومانو به د هاوان مرمۍ له کومه کړې وي، چې کور ته يې راوړې ده.

سالار د ميدان وردګو تر ټولو ناارامه سيمه ده، چې هر وخت پکې سرتېري او طالبان يو بل په درنو وسلو وولي او زيات وخت په دغو نښتو کې ځينې مرمۍ ناچاودلې پاتې کېږي.

سيدشاه