صدیقي: د حاجي ګک کان په اړه له هندي کمپنۍ سره خبرې لا هم دوام لري

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وایي، د حاجي ګک د اوسپنی د کان کېندلو ته، له یوې هندي کمپنۍ سره د تړون په مقصد مذاکرات لا هم دوام لري.

رویټرز خبري اژانس په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې؛ هندي کمپنۍ غواړي د تړون په شویو مذاکراتو له سره کتنه وشي.

رویټرز لیکلي، دا غوښتنه وروسته له هغې کېږي چې؛ د هند د مالیې وزارت له دې کمپنیو سره له اقتصادي مرستو ډډه وکړه.

کارپوهان وایي، بهرني پانګوال د افغانستان په راتلونکې سیاسي وضعیت شک کوي، د همدې له امله زړه نازړه دي.

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت هغه راپورونه ردوي چې وايي، د حاجي کک د کان د قرارداد پر سرد هندي کمپنیو له کانسورشیم سره مذاکرات ځنډیلي.

د دې وزارت ویاند رفیع صدیقي د پنجشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل، د وزیرانو شورا د مربوطه کمیسیون له خوا هندي کمپنۍ د دې قرارداد د داوطلبې ګټوونکې اعلان شوې، چې پر شرایطو یې لا هم خبرې روانې دي:

"تر اوسه د هندوستان د کمپنیو له کانسرسیوم سره تړون نه دی شوی.

دا کمپنۍ د افغانستان د کان کېندنو په برخه کې د پانګې اچونې په مقصد د وزیرانو د کمیسیون له خوا په داوطلبۍ کې بریالی شوی.

د کانونو وزارت ورسره د تړون د موادو په هلکه مذاکرات پیل کړي.

د دې تړون د لاسلیک کېدو لپاره ډیر مواد د دواړو لورو له خوا منل شوي او څو مادې یې پاتې دي.

په پاتې مادو به په راتلونکې میاشت کې خبرې پیل شي."


د حاجي ګک د اوسپنی کان د بامیان په ولایت کې دی.

د کانونو او پترولیم د وزارت د معلوماتو له مخې دا کان په کال کې د یو اعشاریه، پنځه میلیونو ټنو اوسپنې د استخراج ظرفیت لري او د کېندلو وړونکې کمپنۍ به په کې لس اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه واچوي.

په دې وروستیو کې د رویټرز خبري اژانس لیکلي چې، د حاجي ګک د کان د کېندلو لپاره د هندي کمپنیو له کانسورشیم سره خبرې د یوې مودې راهیسې ځنډیلي.

د راپور له مخې هندي کمپنۍ غواړي چې؛ افغان حکومت سره د دې کان د کنیدلو د تړون په موادو له سره خبرې وکړي.

رویټرز لیکلي، داغوښتنه وروسته له هغې کېږي چې؛ د هند د مالیې وزارت له دې کمپنیو سره له اقتصادي مرستو ډډه کړې.

دا هغه څه دي چې؛ د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت یي ردوي او هیله ښيي چې؛ په نږدې راتلونکې کې به له دې کمپنیو سره د حاجي ګک د کان کېندنې په ټولو شرايطو خبرې پای ته ورسیږي.

سربیره پر دې په دې وروستیو کې د هېواد د یو شمېر نورو کانونو د کېندنو په تړونونو هم انتقادونه کېږي.

راپورونه وایي، د شمال د نفتو د استخراج په کارونو کې هم لازم پرمختګ نه لیدل کېږي او د لوګر ولایت د مس عینک کان د کېندلو چارې هم ټکنۍ شوي دي.

د مس عینک د کان په هکله د کانونو وزارت چارواکي ډاډ څرګندوي چې؛ د چېن صدراعظم، جمهور ريیس کرزي ته ډاډ ورکړی چې چېنایي کمپنۍ به د تړون د موادو سره سم د مس عینک د کېندلو چارې پرمخ بوزي.

د چارو پوهان وایي، بهرنیان د افغانستان راتلونکې سیاسي وضعیت انديښمن کړي ځکه یي په خپلو چارو کې زړه نا زړه شوي دي.

د کابل پوهنتون استاد تاج محمد اکبر وایي:

"یو د دوه زره څوارلسم کال مساله ده، بل له امریکا سره د امنیتي تړون.

بهرنیان په تشویش کې دي، که دا تړون ونه شي، دې هېواد سره به مرستې کمی او امنیت به یې ګډوډ شي.

بله د سیاسي انتقال موضوع ده، بهرنیان وایي که په اینده کې با ثباته حکومت رامنځته نه شي، د دولت شتمنۍ به تالان شي.

دغه عوامل دی چې؛ د کانونو د کېندلو او تړونونو په برخه کې خڼدونه رامنځته شوی دی."


خو ځیني نور کتوونکي ناامني او ان د یو شمېر بهرنیو هېوادونو مداخلې هم په افغانستان کې د کانونو د استخراج د هڅو د ټکني کېدو لاملونه بولي.

افغان چارواکي، د هېواد کانونه د خلکو لویه پانګه ګڼي او هڅې کوي چې؛ د کېندلو چارې یې د نړۍ معتبرو کمپنیو ته وسپاري.

د دې کانونو ارزښت درې زره میلیارده ډالره تخمین شوی دی.

خلک وایي، که د دې کانونو کېندل په معیاري ډول پیل شي، د هېواد له اقتصادي ودې سره به زیاته مرسته وکړي.

راپور: خان محمد "سیند"