هنر زده کړه په تاخچه کې یې کیږده!

له بهرنیو په ځانګړي ډول د هندوستان له ځينو پوهنتونونو یو شمېر فارغ شوي ځوانان ګیله لري چې په اسانۍ کار نه مومي.

دوی له داسې پوهنځي فارغ دي چې په افغانستان کې ډيرې کاري مواقعې نه لري او که ستونځه کوم بل چېرې ده؟

په نننۍ تاندې څانګې کې تر دې موضوع وړاندې د ځینو هغو ځوانانو په اړه غږیږو چې د خپل مسلک تر څنګ یو هنر هم زده کوي. څوک نقاشي او رسامي زده کوي، څوک د موسیقۍ یوه نیمه آله زده کوي او څوک کوم بل څه. دا کار دوی ته څه خېر رسولی شي؟ ترې خبر به شئ.

پوهیږو چې ذوقونه او د ژوند تیرولو انداز د هر چا خپل دی. څوک به د تفریح لپاره کوم پارک ته ځي، څوک به لوبې کوي، څوک به د سمندر غاړې ته ځي... خو داسې کسان هم کم ندي چې تفریح ته یې زړه وشي نو رباب سر کړي یا په شپېلۍ ګوتې کیږدي او غږوي یې. ځينې بیا په نقاشۍ او رسامۍ خپل ساعت تیروي او خوند ترې اخلي.

عبیدالله نصرت تازه له دوولسمه فارغ شوی او غواړي معالجوي طب ووايي. خو وايي وخت مې درلود، تر اوزګاره ګرځيدو مې ښه وګڼله چې یو هنر زده کړم، ځکه اوس رسامي او خطاطي زده کوم.

عزیز الله توخي زراعت لوست، خو له نقاشۍ سره یې هم جوړه وه. اوس نو تر زراعت ډير په نقاشۍ کې لاس لري، د موسیقۍ ځينې آلات یې هم زده کړي او دا یوه سالمه تفریح بولي.

که د کابل له شور بازاره مازدیګر مهال تیريږئ نو د موسیقۍ د بیلا بیلو آلاتو غږونه به مو تر غوږ شي. تبله، هارمونیه او رباب ډير غږول کیږي.

هلته هم د موسیقۍ آلات خرڅيږي او هم يې ځينې شوقیان د زده کولو لپاره ورځي. په دغو شوقیانو کې د مختلفو مسلکونو له خاوندانو رانیولې؛ د پوهنتون محصلان او د ښوونځي زده کوونکي هم وي. حشمت الله د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي محصل دی. چې له استاد حنیف سره له څو ورځو راهيسې کيني او رباب زده کوي، زه چې یې دوکان ته ورننوتم نو حشمت الله ته یې د رباب نوټ ورکړی و او تمرین یې ورسره کاوه.

ما ویل څنګه دې رباب سره جوړه ده او ولې یې زده کول غواړې؟ حشمت الله ویل کله چې له درسونو ستړی شي نو د تفریح لپاره رباب غږوي او خپله ستړیه ورکوي.

سیدالرحمن هم د رسامۍ مینه وال دی. خو وايي چې یو هنر باید داسې وپالو او زده یې کړو چې خپل مسلک ته پرې صدمه ونه رسوو.

منصوراحمد نیکمل د کابل د یوه پوهنتون د ايجینري پوهنځي محصل دی. دی د خپل یوه رسام ټولګیوال کیسه کوي او وايي چې خلک د داسې کسانو ډیر احترام کوي او غواړي چې ملګری یې واوسي.

ځوان شاعر او ژورنالیست طایر ځلاند که یو خوا د نیکمل خبره تائيدوي نو بلخوا د مسلک تر څنګ د یوه هنر زده کول یو ضرورت بولي او وايي چې ښايي یو وخت ترې مادي ګټه هم تر لاسه کړي.


د ځينو بهرنیو پوهنتونونو فارغان هم کار نه مومي!

له هنرونو راځو بیرته د مسلکونو په لور...

د هنر په څېر مسلک هم که پخپله خوښه او مینه وټاکل شي نو د پرمختګ چانسونه پکې ډیر وي او سړی له خپله کاره خوند اخيستلی شي. خو ځینو ځوانانو ته خپله دا خوښه یا شوق کله کله ګران تمامیږي. مسلک خو به پخپل زړه وټاکي او حتی په بهرنیو هیوادونو کې به زده کړې پکې وکړي. خو په هماغه مسلک کې بیا په کارونو پسې لکه بړبوکۍ سرګردانه ګرځي.

عبدالباسط نعمت یار پنځه میاشتې وړاندې د هندوستان له یوه پوهنتونه د خپلې خوښې رشتې ډيپلوماسۍ کې لیسانس اخيستی.

دی وايي فکر مو کاوه چې له بهره لیسانس وړو نو کارونه به ډیر وي. خو چې کله به مو په نورو برخو کې د کارونو اعلانونه لیدل نو پخپل مسلک به پښېمانه شوو.

وحیدالله میاخیل هم دوه کاله پخوا په اقتصاد رشته کې د هندوستان له یوه پوهنتونه فارغ شوی او اته میاشتې په کار پسې لالهانده ګرځيدلی دی.

دی دا خبره نه مني چې په افغانستان کې د ځینو مسلکونو بازار سوړ دی. وايي چې مشکل په افغانستان کې دکارموندنې په سیستم کې دی.

عبدالباسط له څلورمیاشتې بې کاره او په کار پسې له ګرځيدو ورسته یو ځای کار موندلی. وايي چې که چېرې داسې یوه اداره رامنځ ته شي چې محصلانو ته کاري مواقع په لاس ورکړي نو د محصلانو د بېکارۍ ستونځه به له منځه لاړه شي.

د لوړو زده کړو وزارت د معالوماتو له مخې اوس مهال تر لس زره زیات افغان محصلان په بهرنیو هیوادونو کې په زده کړو بوخت دي، چې یوازې تیر کال ۲۹۵۰ محصلان بهرنیو هیوادونو ته لیږل شوي دي.

د نوموړي وزارت ویاد عبدالعظيم نوربخش وايي چې ځينو هیوادونو ته محصلان د افغانستان د دولت په غوښتنه او د ضرورت په اساس لیږل کیږي، خو ځینو ته بیا د بورس ورکوونکي هیواد په خوښه.نوربخش وايي دا زموږ کار ندی چې دوی ته کار هم پيدا کړو خو وايي چې له کار او ټولنيزو چارو وزارت په دې برخه کې همغږي لري.

دی همدا راز د یوه نوي ریاست د جوړیدو خبره کوي چې کار یې د محصلانو ستونځو څیړنه او لارښوونه ده، دی وايي چې موږ هم د یوه داسې مرکز غوښتونکي یوو چې تازه فارغه شوي محصلانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند علي افتخاري وايي چې پخوا دغه وزارت داسې یو ریاست درلود چې تازه فارغه شوي محصلانو ته به یې کاري مواقع برابرولې، خو اوس... علي افتخاري وايي:

"پخوا داسې یو سیسټم موجود و چې له لوړو زده کړو ټول فارغه شوي کسان به له کار او ټولنيزو چارو وزارت سره ثبتیدل. هغه وخت یوه همغږي موجوده وه.

دغه وزارت به بیا دوی د (قوای بشري ریاست) له لارې د کاري مارکيټ لپاره تنظیمول. خو له بده مرغه آزاد رقابت اوس له کار او ټولنيزو چارو وزارته دغه فرصت اخيستی دی، ياني پخوا زموږ سره د محصلانو ثبتیدل حتمي وو خو اوس څوک له موږ سره نه ثبتیږي. که څوک غواړي اوس هم له موږ سره ځان ثبتولی شي خو موږ یې مجبورولی نشو، ځکه چې بیا له اداري اصلاحاتو سره موږ په ټکر کې راځو، هغوی هم غواړي چې باید ټول لوستي او مسلکي کسان د آزادې سیالۍ له لارې کار ومومي."


علي افتخاري همداراز وايي چې که پوهنځي هم کاري مارکيټ ته په کتلو سره وټاکل شي نو د داسې محصلانو د بېکارۍ کچه راټيټيدای شي:

"له بده مرغه په اوسني سيستم کې د دې پر ځآی چې د کاري مارکيټ د ضرورت په اساس په پوهنتونو کې محصلان جذب شي، د چوکيو او صنفي ظرفیت ته په کتو سره جذبیږی. نو دوی ځکه تر فارغیدو وروسته له بیکارۍ سره مخ کیږي چې کاري مارکيټ ندی ورته سنجول شوی.

تیر کال د کار او ټولنيزو چارو، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت په ګډه همکارۍ یوه غونډه جوړه شوه، د هغې غونډې په پریکړه لیک کې زموږ یو وړاندیز همدغه و چې وروسته له دې باید په پوهنتونو کې د محصلانو جذب د کاري مارکيټ د ضرورتونو په اساس واوسي.

مخکې له مخکې دې مارکيټ ورته وسنجول شي او له هماغه ظرفیت سره دې پوهنتونونو ته محصلان جذب شي.

زه بیا هم وایم چې څوک مجبوروو نه خو په کابل کې زموږ د کار موندنې دفتر سره هرفارغ شوی محصل چې وغواړي ځان ثبتولی شي او موږ کولی شو دوی کاري مرکيټ ته معرفي کړو."

Your browser doesn’t support HTML5

د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې



تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبې او دوشنبې له ازادۍ راډیو خپریږي.