برتانیا وايي، د افغانستان له امنیت سره به د دې هېواد تعهد دوامدار پاتې شي

د برتانیا حکومت وايي چې؛ د افغانستان له امنیت سره د دې هېواد تعهد به دوامدار پاتې شي.

د برتانیا د نړیوال پرمختګ وزیرې جوستین ګرېنینګ پرون وویل، د دې هېواد غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان بیا د تروریستانو په ځاله نه بدلېږي او برتانیا او متحدانو ته به یې یو ګواښ نه وي.

مېرمن ګرېنېنګ زیاته کړه چې د برتانوي اتباعو د مصوونیت لپاره د افغانستان امنیت ډېر مهم دی. نوموړې دا څرګندونې د دې هېواد د پارلمان استازو ته په خپل وروستي راپور کې کړې دي. دې په خپل راپور کې افغان ځواکونه ستایلي، ویلي یې دي چې په افغانستان کې په سلو کې د درې نوي عملیاتو مشري اوس همدا ځواکونه کوي.

د برتانیا د نړیوال پرمختګ وزیره وايي چې په افغانستان کې د دېره برتانوي ځواکونو شمېر به د روان ۲۰۱۳ کال تر پایه له ۷۹۰۰ څخه ۵۲۰۰ ته راکښته شي.

برتانیا په افغانستان کې د خپل پوځي حضور په تېرو دولسو کلونو کې شاوخوا څلورنیم سوه سرتېري له لاسه ورکړي دي.