دایران او شپږو لویو هیوادونو ترمینځ خبرې نن هم روانې وې

دایران دبهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي وویل چې دلومړۍ ورځې خبرې مثبتی وې.
جرمني او دامنیت دشورا پنځه دایمی غړی هیوادونه ، امریکا ، روسیه ، فرانسه ، برتانیه ، او چین له ایران سره خبرې کوي.

دایران دبهرنیو چارو دوزارت مرستیال عراقچي یو پلان وړاندې کړ چې کیدای شي دلانجې دحل لورته پرمختګ رامینځ ته کړي .

په دغه پلان کې راغلي دي چې ایران به دلویدیځو هیوادونو له غوښتنې سره سم دیورانیمو دغني کولو اندازه راټیټه کړي.

ایران دخپل اټومي پروګرام په ارتباط دهرډول امتیازاتو دورکولو په مقابل کې غواړي چې هغه نړیوال بندیزونه چې په دغه هیواد لګول شوي لیرې کړای شي.

خو بلخواته دبریتانیا بهرنیو چارو وزیر ویلیام هیګ نن په توکیو کې دخبرو په مهال خبرداری ورکړ چې دبندیزونو هرډول لیرې کول باید له واقعی پرمختګ سره وتړل شي.
۱۰۱۶۰۷
،، دبندیزونو په اړه هرتصمیم باید دایران داټومي پروګرام په اړه له فیصلو او انکشافاتو --- مثبتو انکشافاتو سره وتړل شي.،،

دبرتانیې بهرنیو چارو وزیر په خبرو کې دایران دنوې تګلارې هرکلی وکړ او تهران یې وهڅاوه چې دحل لپاره لازیات کوشش وکړي.

،، په دغو خبرو کې دپرمختګ لپاره نوی فرصت شته او زه ایران تشویقوم چې له دغه فرصته نن او په راتلونکو اونیو کې استفاده وکړي. دلومړۍ ورځې خبرې چې پرون دایران او E3+3 یا دریوو اروپایی هیوادونو جمع درې نورو هیوادونو ترمینځ وشوې ګټورې وې.،،

دامریکا دبهرنیو چارو دوزارت ویاندې جین ساکي دسه شنبې په ورځ وویل چې خبرې ډیرې تفصیلي وې.

دایران دبهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي دامریکایي مرکچیانو له مشرې وینډي شیرمن سره بیله غونډه وکړه چې امریکایی چارواکو ګټوره وبلله .

خو سره لدې چې دغو خبرو اترو هیلې رامینځ ته کړي دسپینې ماڼۍ ویاند جې کارني خبرداری ورکړ چې د چټکو نتایجو تمه نه شي کیدای.

،، سره لدې چې مونږ دمسئلې په هکله دایران دحکومت په لهجه کې روستی بدلون ستایو، مونږ داساسي مسایلو لکه دغني کولو دپروګرام دسرعت اواندازې ، په مجموع کې د اټومي پروګرام دشفافیت ، او دغني شویو یورانیمو د ذخیرو په اړه دځانګړو ګامونو په تمه یو. ۵+۱ هیوادونه داسې یو توافق غواړي چې دایران داټومی پروګرام په اړه نړیوالې اندیښنې بالاخره حل کړي. په داسې حال کې چې مونږ خبرې کوو په ایران باندې اقتصادي فشار ته هم دوام ورکوو. ایران لږترلږه د احتمالي پرمختګ لپاره یو فرصت رامینځ ته کړی.،،

لویدیځ هیوادونه تور لګوي چې ایران دخپل اټومي پروګرام ترشا داټومي وسلې د جوړولو لپاره پټ فعالیت کوي خو تهران دغه تور ردوي.

دایران نوي جمهور رییس حسن روحاني ژمنه کړې چې ددغه هیواد اټومي لانجه به د شپږو یا دولسو میاشتو په ترځ کې حل کړي.