د نړۍ دوه میلونه مسلمانان د عرفات پر غوڼدۍ راټولیږي

له ټولې نړۍ څخه نژدې دوه میلونه مسلمانان نن په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو د ادا کولو په ترڅ کې د عرفات پر غوڼدۍ راټولیږي.

د تیر کال په مقایسه سږ کال د حج د مراسمو د ادا لپاره سعودي عربستان ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د تللو حاجیانو شمېر په سلو کې یو ویشت کم شوی دی.

د سعودي د کورنیو چارو وزیر شهزاده محمد بن نایف ویلي دي چې؛ یو میلون درې سوه نهه اویا زره او پنځه سوه یودیرش کسان د نړۍ د یو سلو اته اتیا هېوادونو څخه سږ کال د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ورغلي دي.

په دې کې هغه حاجیان نه دي شامل چې خپله د سعودي عربستان څخه د حج په مراسمو کې برخه اخلي.

سږ کال سعودي عربستان بهرنیو حاجیانو ته د ویزو په ورکولو کې په سلو کې شل کمی راوستی و. سعودي چارواکو د دې کمې علتونه په مکه معظمه کې د ځینو مذهبي ودانیو شا او خوا د پراختیا او روغولو روان کار او د میرس په نوم د وایروس د خپریدو لپاره د مخنیوي تدابیر بللي دي.

د سعودي عربستان د روغتیا وزیر عبدالله الرابیه د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل ، د میرس د وایروس د خپریدو کومه پېښه یې تر اوسه په حاجیانو کې نه ده لیدلې.

دې ویروس په نړۍ کې په دې وروستیو کې یو شپیته کسان وژلي چې یو پنځوس پېښې یې په په سعودي عربستان کې وې.

په عین حال کې د فرانسې خبري اژانس وايي چارواکو هڅې پیل کړې چې د هغو ناراجستر شویو حاجیانو مخه ونیسي چې د د ښتو له لارې مکې معظمې ته ځان رسوي.

د سعودي امنیتي چارواکو ویلي یو دیرش زره سعودي او بهرني حاجیان یې له دې کبله بیرته ستانه کړي چې په قانوني توګه یې ځانونه نه و ثبت کړي ، دوی همدارنګه د دولس نیم زره نورو د نیول کیدو خبره هم کوي.

پرون حاجیان له مکې معظمې څخه مینا ته د موټرو او اورګاډي په وسیله او ځینې یې پلې ولاړل.

له مینا څخه به حاجیان عرفات ته ځي او دوشنبې به د عرفات پر غونډۍ راټولیږي.

ویل کیږي چې د سعودي چارواکو له خوا د حاجیانو لپاره د سهولتونو د رامنځ ته کولو په لړ کې نوې د بريښنايي اورګاډي کرښه جوړه شوې ده چې د څلورسوو زرو حاجیانو په انتقال کې به برخه اخلي.

د حج مراسم په نړۍ کې یوازینی داسې مراسم دي چې په دومره ګڼ شمیر کې خلک په کې راټولیږي.

سعودي چارواکو د حاجیانو د خوندیتوب د باوري کولو لپاره په سیمه کې لس زره سرتیري موظف کړي دي او حاجیانو ته خبرداری ورکړل شوی چې مظاهري او ګډو وډي به ونه زغمل شي.

ویل کیږي، امنیتي چارواکي سپیڅلې ځایونه د څلور زره او دوسوو لوړ کیفیت لرونکو کمرو په وسیله څاري چې؛ ځینې یې تر شپيتو کیلومترو پورې سیمه تر پوښښ لاندې راوستی شي.

د افغانستان څخه هم سږ کال د تیر کال په مقایسه شل فیصده کم حاجیان د حج د مراسمو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللې دي.

افغان چارواکي وايي چې افغان حاجیان یې پرته له کومې ستونزې سعودي عربستان ته رسولې دي او هلته یې هم ورته تر پخوا ښې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

خو له سعودي عربستان څخه یو شمیر حاجیانو ازادي راډیو ته په استولو پیغامونو کې بیا هم له یو لړ ستونزو شکایتونه کړي او وايي ، هسې اسانتیاوې چې د نورو هیوادونو حاجیانو ته ورکړل شوې افغان حاجیانو ته نه دي برابرې شوې.

د حج او اوقافو وزارت چارواکو ژمنه کړې چې د حج د مراسمو له ادا کولو وروسته به په شل وروځو کې ټول افغان حاجیان بیرته افغانستان ته انتقال کړي.