سړى څه ووايي

دا اوونۍ مو درته د هارون باچا له نوي البم څخه يوه سندره درته انتخاب کړې چې شاعر يې مجيد قرار دى.

Your browser doesn’t support HTML5

د هارون باچا سندره - سړى څه ووايي



د سندرې شعر

د یار په زړه باندې غباره، سړی څه ووایي
چې دروغجنه شي هنداره، سړی څه ووایي

ته دغو ښکلیو ته اوس ګوره چې اخته په څه دي
او دي پیدا د څه لپاره، سړی څه ووایي

تا ته مې پټه خوله کتل، ما دغه ویل چې
ستا په ښایست کې به نو یاره سړی څه ووایي

د ډار په ښار کې خلک ټول فکر په دې کوي چې
"سړی څه نه وایي له ډاره، سړی څه ووایي"

په زوره څه خبره وکړي، چې ټول واوري دلته
چې ټول وا نه وري، په کراره سره څه ووایي

دغه یو ته وې، چې په روغ زړه او دماغ ګرځېدې
ته هم مین شولې قراره، سړی څه ووایي