لا هم د هېواد ۶۰ فیصده وګړي په رواني ناروغۍ اخته دي


راپور : مجیب الرحمن حبیب زي

په بلخ ولایت کې د رواني روغتیا نړېواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د روغتیا نړېوال سازمان د راپور په اساس لاهم افغانستان کې ۶۰ سلنه وګړي په رواني ناروغي اخته کسان دي چې په ټولنیزو اړیکو او فعالیتونو يې منفي اغزې لري.

د روغتیا نړېوال سازمان راپور او د عامې روغتیا وزارت سروې دا ښايي، چې؛ د افغانستان ۶۰ او د نړۍ ۲۵ سلنه وکړي په رواني ناروغۍ اخته دي.

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د رواني روغتیا له نړېوالې ورځې څخه د لمانځنې ترڅنګ وايي چې؛ په هېواد کې د ۳ لسیزو جګړو له امله ۶۰ سلنه وګړي په رواني ناروغۍ اخته شوي دي چې؛ ډېری یې د پاخه سن لرونکې کسان دي.

د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر اسدالله شریفي «آزادۍ رادیو» سره په خبرو کې وویل چې فقر، بیچارګي او په هېواد کې ۳ لسیزې جګړې هغه عوامل دي چې د ټولنې له نیمې برخې زیاد کسان يې په رواني تکلیف اخته کړي،ډاکتر شریفي یې په اړه وايي:

«هغه ۶۰ سلنه رواني ناروغان چې په افغانستان کې موجود دي ډېری برخه یې ښځینه برخه جوړوي او دلایل يې هم څرګند دي چې فقر، بیچارګي او په هېواد کې ۳ لسیزه جګړه ده له همدې مله زموږ هېواد وال په دې ناروغۍ اخته شوي دي.»

دبلخ ولایت د عامې روغتیا مرستیال وايي، چې؛ د رواني ناروغۍ د مخنیوي غوره لاره د صحي خدمتونو وړاندې کول او د رواني مشورو ورکول دي چې باید د عامې روغتیا وزارت لخوا په لاره واچول شي.

په بلخ ولایت کې ایپوس او IAM له بهرني هغه دفترونو څخه شمېرل کېږي چې؛ د بلخ ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره ناروغانو ته د رواني مشورو وړاندې کولو لپاره کار کوي.

په بلخ ولایت کې د نړېوال معاونت د هیت موسسې (IAM) مشرې روبیکا ازادي رادیو ته وویل: موږ د رواني ناروغي درملنې په برخه کې رواني مشورې ورکوو او تر دې مهال مو د مشورو او زده کړو ډېره برخه ملي پولیسو ته ځانګړې کړې ده،روبیکا یې په اړه وویل :

«کومو کسانو ته چې موږ د رواني ناروغۍ په برخه کې زده کړې ورکړې دي ډېری برخه يې پولیس دی او په راتلونکې میاشت کې به د ښونځیو معلمینو او د مساجدو ملا امامانو ته دا زده کړې او مشورې په لاره واچو.»

له دې سره چې په سالم ډول ژوند کول او سالم پاتې کېدل د انسانانو له طبیعي حقوقو څخه شمېرل کېږي همدا رنګه جسم او روان له یو بل سره تړلې اړیکه لري نو که یو غړي ناروغ شي په بل لور هم تاثیر لري.

خو د بلخ ولایت د روغتون مسولین وايي چې د روځې ورته له سلو څخه ډېر رواني ناروغان مراجعه کوي چې ډېر شمېر يې لوی سن خاوندان او مېرمنې برابروي.

د عامې روغتیا مسولین وايي چې له لرو پرتو سیمو څخه یې مراجعین ډیر دي ځکه هلته هم ټولنیزې ستونزې ډېرې دي او هم له بلوري د کار زمینه خلکو ته نده مساعده چې دا هم د خلکو په روان منفي اغزې لري.