هندۍ لیکواله سشمیتا بنرجي په پکتیکا ولایت کې ووژل شوه

هندي چارواکو په افغانستان ې د یوې هندي الاصلې لیکوړالې پر وژل کېدو عکس العمل وښود.

مېرمن سشمیتا بنرجي د پنجشنبې په شپه په پکتیکا ولایت کې د خپل کور مخته په ډزو وویشتل شوه.
بنرجي په هند کې له طالبانو تېښته- یا Escape from Taliban کتاب په لیکلو ډیره پیژندل شوې څیره ده.

هغه په افغانستان کې څو ځلي ګواښل شوې وه خو بیا یې هم له کلونو وروسته دا غوره ګڼلې وه چې بیرته افغانستان ته سفر وکړي او له خپل میړه سره و اوسیږي.

په کلکتي کې هندي خپرونکې تردیب چترجي Tridib Chatterjee یوې تلویزیوني شبکې ته د دې میرمنې پر وژنې اندیښنه څرګنده کړه، ویې ویل: حیران دی چې دې څنګه د افغانستان تګ ته زړه ښه کړې وو:

"تېره شپه مې چې خبر واورېد ما ټکان وخوړ، ممکن د طالبانو له خوا وژل شوې وي.

خو زه په دې نه پوهیږم چې دا ولې بیرته افغانستان ته ولاړه په داسې حال کې چې په نولس سوه پینځه نویم کال کې څو ځلي په نښه شوې او همدا شان په نولس سوه څلور نویم کې چې هغه په کابل کې له خپلې ټولې کورنۍ سره اوسیده."

طالبانو ویلي چې د مېرمن بنرجي په وژنه کې لاس نه لري.

سشمیتا بینرجي په خپلو لیکنو کې هم چې په تیرو نژدې کلونو کې لیکلي همدې تهدیدونو ته اشاره کړې وه او خپل له ویرې ډک وضعیت یې انځور کړی وو.

هغه له دې ډول حملو پخوا تښتیدلی وه په لومړي ځل یې لیور د تښتې مخه نیولې وه او هغه په دې په قار وو، چې د دې تیښته د کورنۍ لپاره شرم دی.

په دوهم ځل بیا د طالبانو له خوا نیول شوې وه او نژدې وو، چې اعدام شي خو هغې طالبانو په دې قانع کړي وو چې؛ دا د یوې هندۍ په توګه د دې حق لري او کولای شي چې افغانستان پریږدي.

خو دې، له ویرجن وضعیت سره سره بیا هم دا غوره ګڼلې وه چې؛ افغانستان ته ولاړه شي او له خپل میړه سره ژوند وکړي.

سشمیتا څو کاله مخکې وپتیله چې افغانسستان ته ولاړه شي او له خپل میړه جانباز خان سره د پکتیکا په یوې لري سیمې کې و اوسیږي.

دا هغه ځای دی چې د پاکستان پولي ته نژدې موقعیت لري، دې په کې د روغتیایی کارکوونکې په توګه کار کاوه او هماغلته یعنې د پکتیکا د مرکز ښرنې اړونده سیمې سرې کلا کې ووژل شوه.

داسې ښکاري چې وسله والو دا ښځه تعقیب کړي او بیا يې له کوره په نیمه شپه کې راویستلې او وژلی ده.

بنرجي مسلمانه شوې وه او په افغانستان کې یې د خلکو د ژوند په اړه لیکنې کولې.

دې په خپلې یوې مقالې کې، چې په یوې هندي مجلې کې خپره شوې، له طالبانو څخه د هغه کلي د خلکو وېره انځور کړې چې دا پکې اوسېده.

یو شمېر نور کتونکي بیا دې وژنې ته په افغانستان کې د هندیانو د وژنې له هغې لړۍ سره تړلې بولي چې په افغانستان کې د نفوذ لپاره د هند او پاکستان د سیالیو له امله رامنځ ته کیږي.

سشمیتا بینرجي په افغانستان کې د صاحب کمالې په نوم یادیده، دې کلونه مخکې له یوه افغان سره چې د پکتیا د یوې لیرې پرتې سیمې اوسیدونکې دی واده کړې و، دې په هند کې هغه مهال ډیر شهرت تر لاسه کړی چې؛ باليووډ یا د هند سینما د دې د لیکنې پر اساس، له طالبانو تېښتې- یا Escape from Taliban مشهوره فلم جوړ کړ.